ایران هیچا سره جنګ نه لری،سوله غواړی دی
(last modified Fri, 04 Apr 2025 00:47:13 GMT )
Apr 04, 2025 05:17 Asia/Kabul
  • ایران هیچا سره جنګ نه لری،سوله غواړی دی

د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې که مسلمانان سره  یوه بل ته لاسونه ورکړي، نو د فلسطین او غزې د مظلومو  خلکو پشمول  په ځینو اسلامی هیوادونو  باندې دظلمونو او جنایتونو  مخه نیوللی شي، زیاته کړه،  ډاډمن یم چې اسلامی هیوادونه  دیوه بل په ملګرتیا سره په ترټولو ښه شکل سره  د سیمې لپاره امنیت او هوساینه ډالۍ کولی شي.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  د عربستان له ولی عهد سره په خبرو کې ووئيل،  د ایران اسلامی جمهوریت د متقابل  احترام او ګټو په اساس تعامل او د ځينو  تاؤتریخوالو د ختمولو په زمینې کې  خبرواترو ته تیار  دی.مونږ له هیڅ یوه هیواد سره کوم جنګ او شخړه نه لرو، البته  له خپل ځانه په دفاع کې  هم هیڅ شک هم  نه لرو او  په دې زمینې کې د مونږ چمتووالی او توانمنئ په ترټولو لوړه سویه دي.

زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور  راکړی د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان  د عربستان  له ولی عهد  محمد بن سلمان آل سعود  سره په ټيلیفوني خبرو کې  د هغه ته د عربستان پاچا او  ولس ته   د نیکمرغه کوچني اختر  دمبارکۍ په وئیلو سره  ددغې میاشتې مناسک او قرآن پشمول  د روژې مبارکه میاشت  د مسلمانانو د مشترکاتو د یادونې لپاره یو فرصت وباله او وې وئيل، اسلامی هیوادونه  په دغو مشترکاتو  باندې په تکیې او  د یوه بل ترمینځ د وحدت ،یووالي او انسجام  په پیاوړي کولو سره ، د ځان او سیمې لپاره  په ترټولو لوړه سویه  سوله امنیت او پرمختګ تامینولی شي.

د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې که مسلمانان سره  یوه بل ته لاسونه ورکړي، نو د فلسطین او غزې د مظلومو  خلکو پشمول  په ځینو اسلامی هیوادونو  باندې دظلمونو او جنایتونو  مخه نیوللی شي، زیاته کړه،  ډاډمن یم چې اسلامی هیوادونه  دیوه بل په ملګرتیا سره په ترټولو ښه شکل سره  د سیمې لپاره امنیت او هوساینه ډالۍ کولی شي.

ډاکټر پزشکیان  د مسلمانو  او دسیمې د ګاونډیو هیوادونو  د ملګرتیا او انسجام په زمینې کې  د عربستان د ولی عهد د  څرګندونو او لیدتوګو په قدرونې سره روښانه کړه ،  هماغه شان چې تاسو پخپلو خبرو کې  ووئيل؛که اسلامی هیوادونه  یوه بل ته سره لاسونه ورکړي، نو  د غزې د مظلومو خلکو په ضد د صهیونیسټ رژيم  جنایتونه  د ریدالی  ، ثبات او آرامښت ټينګیدلی او  دسیمې  د لازیاتې غوړیدا او ترقۍ لپاره هڅه کیدلی شي.

مسعود پزشکیاند عربستان د ولی عهد دخبرو یوې بلې برخې ته په اشارې سره ووئيل، اسلامی ایران  هیڅکله هم په جنګ او شخړې پسې نه دی  او له ایټمي انرژۍ څخه  پوځي استفاده هم  هیڅکله  د مونږ په امنیتی اودفاعي نظرئې کې  نشته . دا امکان شته چې د ایران د ا سلامی جموریت ایټمی فعالیتونه د تیرو کلونو په شان  په بشپړ ډول له سختو ازموینو سره  مخ شي. د ایران اسلامی جمهوریت  په ځينو تاؤتریخوالو  د ختمولو په زمینې کې  خبرواترو او تعامل ته تیار  دی البته  د متقابل احترام او  ګټو په اساس، مونږ له هیڅ یوه هیواد سره شخړه نه لرو، البته  له خپل ځانه په دفاع کې  هم هیڅ شک نه لرو ، او  په دې زمینې کې د مونږ چمتووالی او توانمنۍ په ترټولو لوړې سوئې کې دي.

د عربستان ولی عهد هم په دغو ټیلیفوني خبرو کې ولسمشر او د ایران ولس  ته د نیکمرغه اختر په متقابلې مبارکۍ  وئیلو سره د مسلمانو هیوادونو ترمینځ د انسجام  د پیاوړتیا په زمینې کې  د ډاکټر پزشکیان  ددریځونو او کړچارونو په قدرونې سره  ووئیل، هیله مند یم  وتوانیږو د خپل مینځیو ملګرتیاؤ د پیاوړتیا د بهیر په دوام سره ، د سیمې لپاره د ثبات، امنیت او غوړیدا په زمینې کې لازیاتې بریاوې ترلاسه کړئ شو.

محمد بن سلمان آل سعود  د اسلامی هیوادونو او سیمې د وضعيت په باب د یوه تحلیل په وړاندې کولو سره  ووئیل؛ د ایران او  عربستان او د سیمې دنورو هیوادونو  ملګرتیا د سولې له ټينګیدا او د ثبات له بیاوړتیا سر ه مرسته کولی شي، عربستان  په سمیې کې د هرډول اړئ ګړئ  او ناکراریو  له ختمولو سره د  مرستې په زمینې کې رول لوبونې ته تیار دی.