دګاونډیتوب سیاست ته پابندي د ایران لومړیتوب دی
د ایران د خارجه وزارت د جنوبی آسیا د برخې عمومی مدیر محمد رضابهرامي چې کابل ته په سفر تللی ، د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنې کې ئې له هیرمند څځه د ایران د حقابه او له ایرانه د افغانستان د مهاجرینو د بیرته ستنیدا په زمینې کې د ملګرتیا پشمول ددوو اړخیزو اړیکو په باب خبرې اترې وکړې.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی، د ایران د خارجه وزارت د جنوبی آسیا د برخې عمومی مدیر د افغانستان له خارجه وزیر سره په کتنې کې د ګاونډیتوب سیاست ته پابندي د ایران د اسلامی جمهوریت دبهرني سیاست لومړیتوب وباله.
د ایران د خارجه وزارت د جنوبی آسیا د برخې عمومی مدیر محمد رضابهرامي چې کابل ته په سفر تللی ، د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنې کې ئې له هیرمند څځه د ایران د حقابه او له ایرانه د افغانستان د مهاجرینو د بیرته ستنیدا په زمینې کې د ملګرتیا پشمول ددوو اړخیزو اړیکو په باب خبرې اترې وکړې.
د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي له ایران سره اړیکې مخ په پراختیا وبللې او له موجوده فرصتونو څخه پر استفادې ئې ټينګار وکړ.
محمد رضا بهرامي هم پخپلو څرګندونو کې د ګاونډيتوب سیاست ته پابندي د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرني سیاست لومړیتوب وباله او وې وئيل، د ګاونډیانو په ښو ملګرتیاؤ او تعامل سره سیمه او ګاونډی هیوادونه سوله او ثبات او پرمختګ پخپله تامینیدلی شي او نورو ته د دخالت هیڅ اړتیا نه ویني.