-
د اسلامي هېوادونو سازمان له افغانستان سره د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ
Feb 26, 2024 09:12د اسلامي هېوادونو د سازمان د پروژې مسئول په افغانستان کښې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره کتلي دي.
-
د غزې د جګړې له پیل راهیسې د صهیونیسټ رژیم ۴۷۳ ټانکونه ویجاړ شوي دي
Feb 26, 2024 09:02د صهیونیسټ رژیم رسنیو د دغه رژیم د سرچینو په حواله اعلان کړی چې په غزه کښې د ځمکنۍ جګړې له پیله تراوسه د فلسطینی جنګیالیو له خوا ۴۷۳ اسرائیلي ټانکونه ویجاړ شوي دي.
-
د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کښې د پولیو د مخنیوي ویکسینشن پیلیږي
Feb 26, 2024 08:34په پام کې ده چې نن دوشنبه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د روغتیا د نړیوال سازمان او یونیسف په ملاتړ، د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسیناسیون پيل شي.
-
یو امریکایي په غزې کې د فلسطینیانو د عام وژنې په اعتراض ځان ته اور واچول
Feb 26, 2024 04:14د امریکا د هوایي ځواکونو غړی په غزې کې د اسرائیل د رژیم له لورې د عامو فلسطینیانو د وژلو د دوام په خلاف، په واشنګټن کې د اسرائیل د رژیم د سفارت مخې ته، ځان ته اور واچول.
-
د UNRWAړنګول ، مخکې ته د تیښتې لپاره د نتانیاهو دوکه ورکونکی طرحه
Feb 24, 2024 12:21په دغه پلان کښې د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټانو د استوګنې په څنګ کښې د یوې امنیتی حوزې جوړول او له مصر سره د غزې د جنوبی پولو تړل هم شامل دی.
-
په ایران کې د انفلیشن له کمښت سره په یووخت اقتصادي وده
Feb 24, 2024 12:01د پیسو نړیوال صندوق د نړۍ د اقتصادي وضعیت په اړه په خپل وروستي راپور کې چې د نړۍ د اقتصادي نظریه راپور تر سرلیک لاندې خپور شو، د پیسو نړیوال صندوق اعلان وکړ چې په ۲۰۲۳ کال کې به د ایران اقتصادي وده ۵.۴ سلنه وي او په ۲۰۲۳ کال کې د ایران د اقتصاد وده ۵.۴ سلنه ده. چی په وروستیو کلونو کې بې ساری دی، دا په ۲۰۱۸ کال کې له برجام د امریکا له وتلو او د سپینې ماڼۍ له خوا د زیاتو فشارونو د سیاست له پلی کېدو راهیسې د ایران د اقتصاد لپاره تر ټولو ښه فعالیت ګڼل کېږی.
-
د فلسطین مبارزانو یوشمیر اسرائیلي عسکر وژلي
Feb 25, 2024 02:03مهر خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د مجاهدینو غونډونو د خان یونس په لویدیځ کښې د فلسطین د مقاومت ډلو په تر ټولو نویو عملیاتو کښې د یوشمیر صهیونیسټي عسکرو د وژل کیدا خبر ورکړ.
-
په ترکيې کښې د اسلامي کانفرنس غونډه شوي ده
Feb 25, 2024 01:50ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ملګرتیا موسسې د غړیو هیوادونو د اطلاعاتو د وزیرانو ځانګړي غونډه چې د« غزې لپاره» نومیږي د ایران د اسلامي ارشاد او د کلتور د وزیر په شمول د اوه پنځوسو هیوادونو د استازیو او د څلرویشتو وزیرانو په ګډون سره د ترکیې په استانبول کښې پیل شوي ده.
-
د فلسطین له خلکو سره باید پیوستون دوام ولري
Feb 25, 2024 01:33په پاکستان کښې د جنوبي افریقا د لوړ کمیسیون سلاکار «برایان ویتبوی» د فلسطین د غزې تړانګې له مظلومو خلکو سره د نړیوال پیوستون د دوام پرضرورت ټینګار وکړ.
-
له ایران څخه ګاز اخیستل پاکستان ته ۵ میلیارډه ډالره ګټه لري
Feb 24, 2024 11:01ایرنا خبري اژانس د «جیونیوز» ټیلي ويژن په قول راپور ورکړ د پاکستان رسنیو د ایران د اسلامي جمهوریت تر سرحد پورې د ګازو د نل لیکې له جوړولو سره د موافقت لپاره د کابینې د انرژۍ د کمیټۍ فیصله د ګازو د ګډې پروژې په هکله په تیرو پینځلسو کلونو کښې تر ټولو ستره پریکړه وبلله او ویې ویل پاکستان به د ایران د ګازو د انتقال له نل لیکې څخه په ګټه پورته کولو سره د انرژۍ په لګښتونو کښې د پینځه میلیارډه ډالره سپمه کولو جوګه وي.