د فلسطین مبارزانو یوشمیر اسرائیلي عسکر وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i146688-د_فلسطین_مبارزانو_یوشمیر_اسرائیلي_عسکر_وژلي
مهر خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د مجاهدینو غونډونو د خان یونس په لویدیځ کښې د فلسطین د مقاومت ډلو په تر ټولو نویو عملیاتو کښې د یوشمیر صهیونیسټي عسکرو د وژل کیدا خبر ورکړ.
(last modified 2024-02-24T23:17:26+00:00 )
Feb 25, 2024 02:03 Asia/Kabul
  • د فلسطین مبارزانو یوشمیر اسرائیلي عسکر وژلي

مهر خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د مجاهدینو غونډونو د خان یونس په لویدیځ کښې د فلسطین د مقاومت ډلو په تر ټولو نویو عملیاتو کښې د یوشمیر صهیونیسټي عسکرو د وژل کیدا خبر ورکړ.

د فلسطین د مجاهدینو غونډونو د یوې بیانیې په خپرولو سره وویل د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د پوځي څانګې قدس غونډونو په مشارکت سره یې یوشمیر عملیات کړي دي او د فلسطیني سنایپر(sniper) لخوا له حملې وروسته شپږ صهیونیسټي پوځيان هلاک شوي دي.

الاقصی غونډونو هم وویل چې په یوسل اوو راکټونو سره یې د مرکزي سیمې په شمال ختیځ کښې د نتساریم» په چورلیز کښې د نیواکګرو پوځیانو په مرکزونو بریدونه کړي دي.

الاقصی غونډونو دغه راز په خانس یونس ښار کښې د صهیونیسټ پوځیانو په مرکزونو باندې د هوانونو د حملې خبر ورکړ.

له دې سره په یووخت د صهیونیسټ رژيم رسنیو هم د غزې په جنوب کښې د سختې امنیتي پیښې خبر ورکړی دی او ویلې يې دي چې په دغه پیښه کشې د اسرائیلو کابو اوه پوځيان هلاک شوي دي.

دغه راز د فلسطین د روغتیا وزارت وویل چې د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژيم د حملو د شهیدانو شمیر څه د پاسه نهویشت زره او شپږ سوه لسو ته رسیدلی دی.