له ایران څخه ګاز اخیستل پاکستان ته ۵ میلیارډه ډالره ګټه لري
(last modified Sat, 24 Feb 2024 10:01:18 GMT )
Feb 24, 2024 14:31 Asia/Kabul
  • له ایران څخه ګاز اخیستل پاکستان ته ۵ میلیارډه ډالره ګټه لري

ایرنا خبري اژانس د «جیونیوز» ټیلي ويژن په قول راپور ورکړ د پاکستان رسنیو د ایران د اسلامي جمهوریت تر سرحد پورې د ګازو د نل لیکې له جوړولو سره د موافقت لپاره د کابینې د انرژۍ د کمیټۍ فیصله د ګازو د ګډې پروژې په هکله په تیرو پینځلسو کلونو کښې تر ټولو ستره پریکړه وبلله او ویې ویل پاکستان به د ایران د ګازو د انتقال له نل لیکې څخه په ګټه پورته کولو سره د انرژۍ په لګښتونو کښې د پینځه میلیارډه ډالره سپمه کولو جوګه وي.

د پاکستان اقتصادي څارونکو له ایران سره د پاکستان تر سرحد پورې له ګوادر بندر څخه د یواتیا(۸۱) کلومیټره نل لیکې  له پروژې سره د اسلام اباد د حکومت موافقت د ګازو د ګډې پروژې د پرمخ بیولو په لړ کښې مهمه فیصله وبلله.

په دغه راپور کښې ویل شوي دي د پاکستان په بلوچستان ولایت کښې تر ګوادر بندر پورې د ایران له سرحد څخه د ګازو د نل لیکې د جوړولو لګښت پینځه څلویښت میلیارډه روپۍ اټکل شوی دی او پاکستان به د دې جوګه وي چې په زیاتې بیې سره د مایع ګازو له واردولو سره په پرتله کښې له ایران څخه په کمه بیه ګاز واخلي.

په پاکستان کښې خبرو سرچینو وویل په دغه بدلون سره د  اسلام اباد چارواکي له امریکا څخه د بایکاټ د معافیت د ترلاسه کولو هڅه کوي.

د پاکستان د مشرانو جرګې د دفاع کمیټۍ مشر سناتور «مشاهد حسین سید» هم په یوې  پیغام کښې د انرژۍ د کمیټۍ د فیصلې په هرکلي سره له ایران څخه د ګازو د انتقال د نل لیکې بشپړول د پاکستان د انرژۍ د تامینولو لپاره اهمیت لرونکي وبلل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان څو اونۍ مخکې پاکستان ته د خپل سفر په وخت ویلي وو چې له ایران څخه پاکستان ته د ګازو د انتقال د نل لیکې په هکله مو د پاکستان له خارجه وزیر سره مهمې خبرې کړي دي او باوري یم چې د دغه پروژې بشپړیدل د دواړو ملتونو د ګټو په لړ کښې دي.