-
ایران کابو نوي فیصده بریښنا په خپله تولیدوي
Jul 16, 2020 10:40زمونږ خبریال وايي د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل د هیواد د بریښنا صنعت کابو نوي(۹۰) فیصده په ځان بسیا دی او مخ ته روان دی او په دې زمینه کښې باید په بشپړه ډول ځان بسنې ته ورسیږو .
-
ايران به هيڅکله د سترو قوتونو په خاصه توګه د امريکې دباونو ته سرټيټ نه کړي
Jul 15, 2020 08:13د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې د اسلامي جمهوريت به هيڅکله د سترو قوتونو په خاصه توګه د امريکې دباونو ته سرټيټ نه کړي وويل: امريکنيان دې پوهه شي چې د ايران د ملت د ګټو په خلاف د خپلو تخريبي اقداماتو باوجود خپلو مقاصدو کښې کامياب نه شي.
-
ایران له ګاونډيانو سره ښه تعلقات لري
Jul 08, 2020 11:33د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر له ګاونډي هېوادونو سره د تهران تعلقات ښه وبلل.
-
روحاني: ایران د درملو او طبي اسانتیاو په برابرولو کې لوې دندې ترسره کړي
Jul 04, 2020 09:39د ایران ولسمشر د کرونا د ناروغۍ د مخنیوي په برخه کښې د هیواد اقداماتو ته په اشارې سره وویل: ایران د درملو او طبي اسانتیاو په برابرولو کښې لوې دندې ترسره کړې دي.
-
د بلاروس د ملي ورځې په اړه د روحاني د مبارکۍ پیغام
Jul 04, 2020 06:50د ایران د اسلامي جموریت ولسمشر د بلاورس د ملي ورځې په اړه په خپل یو پيغام کښې د دغه هیواد خلکو او حکومت ته مبارکي ویلې ده.
-
د ایران په کوربه توب د آستانه بهیر بیړنۍ سرمشریزه پیل شوه
Jul 01, 2020 11:52د ایران، ترکیې او روسیې د ولسمشرانو په شتون سره د آستانه بهیر بیړنۍ سرمشریزه غونډه د ویډیو کانفرنس له لارې نن پیل شوه.
-
ایران ایټمي موافقې ته سیاسي ګوزار نه زغمي
Jul 01, 2020 10:07د ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې تهران تل پر خپلو سیاسي، حقوقي او اخلاقي ژمنو پابند پاتې شوی، ټینګار وکړ چې که امریکایان ایټمي موافقې ته سیاسي ګوذار ورکول وغواړي نو د ایران اسلامي جمهوریت به یې ونه زغمي او پریکنده اقدام به وکړي.
-
د ايران حکومت بهرني او کورني قرض اخېستلو ته څه ضرورت نه لري
Jun 28, 2020 09:49د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د نړۍ د هېوادونو د اقتصادو په اوسنۍ حالت باندې د کورونا وائرسو اثراتو ته په اشارې سره وويل: د ايران حکومت د بنديزونو او بائيکاټونو باوجود بهرني او کورني قرض اخېستلو ته ضرورت نه لري.
-
بائيکاټونکي د توليد په ځغل کښې د ايران د ملت د تګ خنډ نه شي کېدې
Jun 25, 2020 10:41د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل، بائيکاټونکي د هېواد د ترقۍ او پرختګ په لار کښې د ايران د ملت د تګ خنډ نه شي جوړېدې.
-
د ايران د وسلو د بائيکاټونو د تمديد لپاره د امنيت په شورا کښې د امريکې هلې ځلې
Jun 25, 2020 09:50امريکې د ايران د اسلامي جمهوريت د دفاعي او فوځي قوت له زياتېدو سره د مقابلې په لړ کښې د ايران د وسلو د بائيکاټونو چې د 2231 پرېکړليک له مخې ټاکل شوې ده د روان ميلادي کال د اکتوبر په اتلسمه نېټه ختم شي له لغو کېدو څخه د مخنيوي لپاره په پراخه توګه هلې ځلې شروع کړې دي.