د ایران په کوربه توب د آستانه بهیر بیړنۍ سرمشریزه پیل شوه
د ایران، ترکیې او روسیې د ولسمشرانو په شتون سره د آستانه بهیر بیړنۍ سرمشریزه غونډه د ویډیو کانفرنس له لارې نن پیل شوه.
د ایران، ترکیې او روسیې د ولسمشرانو په شتون سره د آستانه بهیر بیړنۍ سرمشریزه غونډه د ویډیو کانفرنس له لارې نن پیل شوه.
په دغې آنلاین درې اړخیزې غونډې کښې د ایران، روسیې او ترکیې د ولسمشرانو له ویناؤ وروسته د هغې بیانیه خپریږي.
د آستانه د صلحې درې واړه ضامن هیوادونه په دې انټرنیټي غونډې کښې په سوریې کښې د پایداره صلحې د ټینګښت او پياوړتیا د لاروچارو په هکله د نظر تبادله کوي.
د ایران، روسیې او ترکیې مرستیال خارجه وزیرانو هم نن سهار د ویډیو کانفرنس له لارې د آستانه بهیر په سرمشریزې پورې د اړوندو وروستیو غږملتیاؤ په هکله د نظر تبادله وکړه.
د آستانه مذاکرات د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ څخه د ایران د اسلامي جمهوریت په نوښت او د روسیې او ترکیې په ملګرتیا سره،په سوریې کښې د صلحې د ټینګښت په موخه پیل شوې دي.