ولسمشر روحاني:
ایران له ګاونډيانو سره ښه تعلقات لري
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر له ګاونډي هېوادونو سره د تهران تعلقات ښه وبلل.
ډاکټر حسن روحاني نن د کابينې په غونډه کښې ددې په بيانولو سره چې ايران په بهرنيو تعلقاتو کښې يو سټراټيجک نظر لري وويل، اسلامي جمهوريت له ګاونډي هېوادونو سره ډېر ښه تعلقات لري، البته بې له دوو هېوادونو چې خپله نه غواړي له ايران سره ښه تعلقات ولري.
روحاني همدارنګ د ايران د چابهار بندر ظرفيتونو ته په اشارې سره زياته کړه، د چابهار ظرفيت د هېواد د اوقيانوسيې د يوازېني بندر په توګه له ۲.۵ ميلين ټنو نه ۸.۵ ميلين ټنو ته ورسطد چې دا اقدام د جنوب او شمال د ټرانزېټي کرښې لپاره يو ستر بدلون دے.
د ايران ولسمشر د جنوب او شمال د رېلوے لائن جوړېدل يوه ملي او نړيواله منصوبه وبلله او واضحه يې کړه چې دغه رېلوے لائن په چابهار کښې د هند له اوقيانوسيې نه شروع کيږي او په مرکزي اېشيا، قفقاز، چين، روسيې او اروپا په ټوله سيمه کښې له رېلوې لائنونو سره يوځاے کيږي.
روحاني همدارنګ ايران ته د زيان رسولو لپاره د دښمنانو دسيسو ته په اشارې سره زياته کړه، د ايران په ملت دباو راوړل، د هغوي مايوسه کول، د ملت او حکومت ترمېنځ تفرقه او بيلتون راوستل او د ايران د قواو ترمېنځ اختلاف پېدا کول د امريکې او صهيونېسټ رژيم اصلي مقصد دے چې د ايران خلق او چارواکي په خپلو کښې په ملګرتيا سره د دښمنانو دغه دسيسې شنډوي.