-
پزشکیان: د پاکستان هڅې به د ایران د ملت په حافظه کې تلپاتې پاتې شي
Jun 19, 2026 05:39پارس ټوډې – د ایران ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په خبرو کې، د پاکستان د حکومت د خواخوږو هڅو او د منځګړیتوب د بهیر د پرمختګ او لومړنۍ هوکړې ته د رسېدو په برخه کې د هغوی د رغنده رول ستاینه وکړه.
-
د پاکستان لومړی وزیر: د اسلامآباد تاریخي تفاهم د ایران او امریکا ترمنځ نافذ شو
Jun 18, 2026 12:26پارس ټوډې- د پاکستان لومړي وزیر په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې د ایران او امریکا ترمنځ د اسلامآباد تاریخي تفاهم د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په لاسلیک سره نافذ شوی دی.
-
پزشکیان: د ایران او امریکا ترمنځ تفاهملیک د څو میاشتو خبرو اترو او پرلهپسې هڅو پایله ده
Jun 16, 2026 11:37پارس ټوډې- مسعود پزشکیان په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: که د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهملیک ټولې مادې په سمه توګه عملي شي، دا د ایران لپاره یو ویاړلی سند ګڼل کېدای شي.
-
په هرمزتنګي کې د کشتیو دتګ راتګ او د امنیت دتأمین لپاره چمتو یو
Jun 02, 2026 05:01پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د جاپان له لومړۍ وزیرې سانائه تاکایچي سره په ټیلیفوني خبرو کې، ایران ته د جاپان د درملیزو او بشري مرستو مننه وکړه او د سیمهییزو ستونزو او کړکېچونو د حل لپاره ئې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ پر لارې د ایران پر ټینګې دریدا ټینګار وکړ.
-
پزشکیان: ترڅو چې مو په بدن کښې سا وي، د تیري ګرو په وړاندې به اودریږو او بریا زمونږ ده
Jun 01, 2026 12:12پزشکیان: ترڅو چې مو په بدن کښې سا وي، د تیري ګرو په وړاندې به اودریږو او بریا زمونږ ده
-
د ایران د ولسمشر د استعفا اوازه له حقیقت سره هیڅ سمون نلري
Jun 01, 2026 04:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د حکومت د اطلاعاتو د شورا مشر «الیاس حضرتي» ډاګینه کړه د ولسمشر مسعود پزشکیان د استعفا کولو اوازه هیڅ حقیقت نلري او دغه اوازه مخکې هم په ځلونو دروغ بلل شوې ده.
-
په لویوسیمه ییزو تړونونوکې دایران شتون،د پراختیائي ارادې ښودنه کوي
May 30, 2026 13:02پارس ټوډې - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر، ډاکټر مسعود پزشکیان، په یوه پیغام کې ولیکل؛ د اورآسیا اقتصادي اتحادئې په لوړو غونډو کې د ایران د اسلامي جمهوریت فعال شتون د دې ښکارندوي ده چې مونږ د اتحادیې له ټولو پنځو غړو او ناظرو غړو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره کلکه اراده لرو.
-
سیمه کښې د جنګ د ختمولو لپاره له عزت څخه ډک چوکاټ ته رسیدا ته تیار یوو
May 30, 2026 03:15ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د قطر له امیر سره په ټيلي فوني تماس کښې وویل ایران په سیمه کښې د روانو تاوتریخوالو او د جنګ د ختمولو لپاره له عزت څخه یوه ډک چوکاټ ته د رسیدا لپاره چمتو دی.
-
تهران او اسلام آباد د اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
May 28, 2026 05:50د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر او د پاکستان وزیراعظم په ټیلیفوني خبرواترو کښې، د وروستیو سیمه ایزو بدلونونو او روانو سفارتي بهیرونو په څیړنې سره، د دوه اړخیزو همکاریو په تیره بیا په اقتصادي، سوداګري او ګمرکي برخو کښې د ملګرتیاو د پیاوړتیا او همد د سیمه ایزې صلحې او ثبان نه د ملاتړ لپاره د ګډو صلاح مشورو په دوام باندې ټنیګار وکړ.
-
پزشکیان: لوې اختر د پتمنۍ او د زمانې له فرعونانو د نه ویریدو جوت پیغام دی
May 27, 2026 13:55د ایران ولسمشر د لوی اختر ورځ د خدای تعالی په وړاندې د عقیدت، قربانۍ او تسلیمۍ یوه شانداره څرګندونه وبلله او د ګواښونو او بریدونو په وړاندې د ایراني ملت د مقاومت په پیاوړتیا کې یې د دې اختر په عیني رول ټینګار وکړ.