-
امریکا له ایران سره د جنګ په هکله د کابینې غونډه وربللې ده
May 27, 2026 04:28زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا دیکتاتور او دروغجن ولسمشر ډونالډ ټرامپ چې په خپلو غیرقانوني او ناوړه کارونو سره یې ټوله دنیا ناامنه کړې ده له ایران سره د جنګ په هکله نن په کیمپ ډیویډ سیمه کښې د کابینې غونډه وربللې ده.
-
له ټولو اختلافاتو سره سره د امریکا دښمنان نه یوو
May 27, 2026 03:37ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د کیوبا د باندنیو چارو وزیر« ایډورډو روډریګز پاریلا» د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کښې په دې خبرې سره چې مونږ د امریکا دښمنان نه یوو وویل زمونږ هیواد په هاوانا کښې د حکومت د بدلولو لپاره د واشنګټن هڅې غندي.
-
ایران د معاملې په هنر کښې د امریکا له ولسمشر ټرامپ څخه مخکی شوی
May 26, 2026 13:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بریتانیا «فایننشل ټایمز» ورځپاڼې نن له شننې په یوه ډک راپور کښې ولیکل چې د ایران دباو او په هرمز اوبلاره کښې د تهران بره لاس امریکا او د دغه هیواد ولسمشر ډونالډ ټرامپ د موافقې منلو ته نږدې کړي دي چې کولای ایران له جنګ څخه وروسته په لا قدرتمن موقعیت کښې ورولي.
-
ولې ډونالډ ټرامپ، له ایران سره جنګ وبایله؟
May 26, 2026 12:13پارس ټوډې- د اټلانټیک شورا د فکر کوټې په ایران باندې د بیا حملې په دلایلو باندې غور کولو سره په یوه راپور کښې په دغه جنګ کښې د امریکا په ماتې باندې د ټینګار په ترڅ کښې ولیکل: ولسمشر ټرامپ د سټراټيژۍ پراساس نه بلکې د شخصيتي دلایلو په وجه له ایران سره په جنګ شو او همدا اوس له جنګ څخه د وتلو یوه لاره لټوي چې پکښې ایران له مخکې څخه زیات په هرمز اوبلارې کنټرول لري.
-
د ایراند اسلامي جمهوریت بریالی کړچار د امریکا د شاتګ سبب شو
May 26, 2026 10:28ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د عراق یوه سیاستوال او د الانبار د ائتلاف غړي « رائد صالح الدلیمي» د ایران د مرکچی پلاوي بریالي کړچار ته په اشارې سره وویل:دغه پلاوي له هوښیارۍ په ډک کړچار سره امریکا تر دباو لاندې وروستله چې واشنګټن له خپلو غوښتنو شاتګ وکړي او د تهران وړاندیز د خبرو اترو لپاره د یوه چوکاټ په توګه ومني.
-
قطر کښې له ایران سره د موافقې لپاره خبرې هماغه راز دوام لري
May 26, 2026 10:11ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د باندنیو چارو وزیر «مارکو روبیو» ادعا وکړه په قطر کښې له ایران سره د موافقې لپاره خبرې هماغه راز دوام لري او په دغه موافقې کښې خاص ژبې ته رسیدل ممکنه ده څو ورځې وخت واخلي.
-
جنرال محسن رضايي: امریکا همدا اوس له یوه بندون سره مخامخ ده
May 25, 2026 03:42پارس ټوډې – د اته کلنې سپیڅلي دفاع په پړاو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک پخواني قومندان جنرال محسن رضايي وویل: امریکا همدا اوس له یوه بندون سره مخ ده.
-
د پوځي مهماتو کمښت په ایران باندې د بیا حملې د نه کولو په فیصلې کښې د ټرامپ د محاسباتو یوه برخه وه
May 25, 2026 05:21ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «الجزیرې» ټیلي ويژن په یوه راپور کښې دې ته په اشارې سره چې امریکا د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د پوځي تیریو په بهیر کښې څه د پاسه دوه سوه تاډ توغندي، څه د پاسه سل اسټینډرډ ۳ ډوله او ۶ ډوله توغندي د صهیونیسټ رژیم د حفاظت لپاره توغولي دي ټینګار وکړ
-
د ایران پرضد جنګ له هماغه لومړیو څخه یوه ستره غلطۍ وه
May 25, 2026 04:50ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ډیموکراټ ګوند د مشرانو جرګې یوه غړي سناتور «کریس ون هولن» په یو لړ څرګندونو کښې د ولسمشر ټرامپ په جنګ غواړو سیاستونو باندې نیوکې سره ټینګار وکړ: د ایران پرضد جنګ له هماغه لومړیو څخه یوه ستره غلطۍ وه.
-
اسماعیل بقايي: تراوسه نشو ویلی چې موافقه نږدې ده
May 23, 2026 11:14پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» وویل: په تهران کښې د پاکستان د لوړرتبه چارواکو شتون او روان بهیر په دې معنا نه دی چې مونږ یوه ټاکونکي حالت یا د بدلون پیچومي ته رسیدلي یوو.