-
د امریکا او د چین ترمینځ اختلاف راښکاره شوی
May 16, 2026 11:32زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د چین د ولسمشر «شي جینپینګ» ترمینځ له دوه ورځنۍ کتنې وروسته دواړو هیوادونو بیلابیلې بیانیې خپرې کړې چې پکښې په مهمو موضوع ګانو کښې واضح اختلاف راښکاره شوی.
-
د پاکستان د مینځګړیتوب رول ناکام شوی نه دی له ستونزمن پړاو څخه په تیریدا دی
May 16, 2026 10:35زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» وویل د امریکا او د ایران ترمینځ د پاکستان لخوا د مینځګړیتوب رول تراوسه نه دی ناکام شوی، خو دغه مینځګړیتوب له یوه مشکل څخه د تیریدا په حال کښې دی.
-
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ چین ته ورسید
May 14, 2026 06:13زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرامپ» د چین له ولسمشر «شي جینپینګ» سره د کتنې لپاره پرون پیکینګ ته ورسید.
-
له ایران سره د امریکا په خبرو کښې پرمختګ شوی
May 14, 2026 05:52زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسمشر مرستیال «جی ډي وینس» وویل چې له ایران سره د تاوتریخوالي د کمولو لپاره په خپرو کښې پرمختګ شوی دی. هغه له رسنیو سره په مرکه کښې وویل زما په نظر له ایران سره په خبرو کښې پرمختګ شوی دی.
-
د هرمز اوبلارې په هکله د پریکړه لیک د ملاتړو د زیاتولو لپاره د امریکا سیاسي دباو ته د ایران غبرګون ښودل شوی
May 14, 2026 04:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ د هرمز اوبلارې په هکله د ایران ضد پریکړه لیک د مسودې د ملاتړو هیوادونو د شمیر د زیاتولو لپاره د امریکا هڅه د خندا وړ او دوکه ورکونکې وبلله.
-
د ایران اویا فیصده توغندي اوس هم په خپل ځاې شته
May 09, 2026 10:04تسنیم خبري اژانس راپور راکړ د بریتانیا «اینډي پینډینټ» ورځپاڼې ولیکل: د امریکا جاسوسۍ اداره سي ايي ای(CIA) وايي ایران تر میاشتو میاشتو پورې د ولسمشر ټرامپ د سمندري کلابندۍ په مقابل کښې مقاومت کولای شي.
-
قطر له ایران سره د موافقي لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو د پیلیدا غوښتنه وکړه
May 09, 2026 08:55زمونږ خبریال راپور راکړی د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل تمیم له ایران سره د یوې موافقې لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو د بیا پیل غوښتنه کړې ده.
-
ایران د یورانیمو د بډایه کولو او په خپلو اوبو کښې د سمندري تګ راتګ د مدیریت کولو حق لري
May 09, 2026 08:21ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د جنګ وزارت پینټاګان پخوانی شناندي «مایکل معلوف» وویل: ولسمشر ټرامپ به د پخواني ولسمشر باراک اوباما له موافقې څخه بهتره موافقه لاس ته رانه وړي او ایران د یورانیمو د پخولو او په خپلو اوبو کښې د سمندري تګ راتګ د مدیریت حق لري.
-
د ایران او د امریکا خبرې راتلونکي اونۍ ترسره کیږي
May 09, 2026 08:06ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا «وال سټریټ جورنال» ورځپاڼې د خبرو کسانو په قول ادعا وکړه چې د ایران او د امریکا ترمینځ خبرې ممکنه ده چې راتلونکي اونۍ د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې له سره پیل شي.
-
پزشکیان: د امریکا کړچارونو د ډيپلوماسۍ لاره د ګواښ، د دباو او د بایکاټ په لور منحرفه کړې ده
May 07, 2026 12:19پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر «مسعود پزشکیان» د فرانسې له ولسمشر «امانوئل مکرون» سره په ټیلي فوني تماس کښې د سیمې د وروستیو بدلونونو، د خبرو اترو د بهیر او د هرمز اوبلارې د حالت په شمول د ځینو سټراتيژیکو موضوعګانو په هکله خبرې وکړې.