-
د اروپايي ټولنې او انګلستان پر ځينو اشخاصو او بنسټونو د ايران بنديزونه
Apr 25, 2023 01:45د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي جمهوریت په خلاف د وروستیو بندیزونو په غبرګون کې، د اروپایي ټولنې او انګلستان پر ځینو شخصیتونو او بنسټونو بندیزونه ولګول.
-
که چارسمبالی حکومت اعلان شي، خبرو ته چمتو یم
Apr 25, 2023 01:21د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که حکومت ځينو شرطونو ته غاړه کیږدي، دی په ځنډ د ټاکنو تر سره کولو غوښتنه منلی شي.
-
افغانستان کې د ټولو ډيپلوماتیکو ادارو امنیت خوندي دی
Apr 25, 2023 01:14د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکي وایي، په افغانستان کې د ټولو ډیپلوماتیکو ادارو او ډیپلوماتانو امنیت خوندي دی او هېوادونه کولای شي چې په افغانستان کې له کومې اندېښنې پرته خپلو ډیپلوماتیکو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
-
د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبې کې د دوو چاودنو له امله ۱۲ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي
Apr 25, 2023 00:59پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دا چاودنې د غویي په ۴مه، د سې شنبې په ماښام د سوات د کبل په سیمه کې د ترهګرۍ ضد د ځانګړو پولیسو په مرکز کې شوي دي.
-
امنیت شورا د افغانستان په اړه د هر اړخيزو ارزونو غوښتنه کړې
Apr 25, 2023 00:38د بشري حقونو د څار سازمان وایي چې غواړي په افغانستان کې د ستونزو پراختیا د مخنیوي په موخه له ملګرو ملتونو غوښتې چې هر اړخیزې ازرونې وکړي.
-
په پروان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي
Apr 25, 2023 00:25په پروان کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، پېښه د شېخ علي ولسوالۍ د شېبر کوتل په سیمه کې پرون سهار وختي، هغه مهال وشوه چې یو سراچه موټر د ډېر سرعت له امله له سړکه واوښت.
-
امریکائي استخبارات وائي،افغانستان بیا د ترهه ګرۍ په مرکز بدل شوی دی
Apr 23, 2023 10:11د سندونو په اساس،د امریکا استخباراتي ادارې په کرتو د داعش ډلګیو ترمینځ د رابطې په غوڅولو کې بریالۍ شوي دي.
-
پاکستان هم له خپلو تجارتي مبادلاتو څخه د ډالرو په حذفولو پسې دی
Apr 23, 2023 09:41پاکستان اقتصادي او تجارتي فعالان په دې اند دي، په داسې شرائطو کې چې له سیمې د ورآخوا هیوادونو غلیمانه سیاستونه،په سیمې کې د ارتباطاتو د پراختیا خنډ شوي دي، له ګاونډیانو سره داقتصادي ډيپيلوماسۍ پياوړتیا، له دغه کړچار سره د مقابلې لپاره ترټولو ښه لاره چاره ده.
-
په یمن کې حالات د هراړخیزې سولې او آرامښت په لور ځي
Apr 23, 2023 07:25د یمن د ملی نجات حکومت دفاع وزیر د سعودي ائيتلاف او دهغو متحدانو ته خبرداری ورکړ،دمونږ توپې،ټوپک،توغندي او ډرونز تیار دي او باید پوهه شئ چې راتلونکي ډغره به هیڅکله هم د یمن په داخل کې نه وي ،بلکې د تیریګر ائيتلاف د خاورې په داخل کې به وي.
-
روسیه د جرمني تر ۲۰ زیات ډیپلوماتان له خپلې خاورې باسي
Apr 23, 2023 02:18د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، روسیه د ځوابي اقدام په توګه د جرمني تر ۲۰ ډېر ډیپلوماتان له خپلې خاورې اخراجوي.