امنیت شورا د افغانستان په اړه د هر اړخيزو ارزونو غوښتنه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131804-امنیت_شورا_د_افغانستان_په_اړه_د_هر_اړخيزو_ارزونو_غوښتنه_کړې
د بشري حقونو د څار سازمان وایي چې غواړي په افغانستان کې د ستونزو پراختیا د مخنیوي په موخه له ملګرو ملتونو غوښتې چې هر اړخیزې ازرونې وکړي.
(last modified 2023-04-24T20:10:15+00:00 )
Apr 25, 2023 00:38 Asia/Kabul
  • امنیت شورا د افغانستان په اړه د هر اړخيزو ارزونو غوښتنه کړې

د بشري حقونو د څار سازمان وایي چې غواړي په افغانستان کې د ستونزو پراختیا د مخنیوي په موخه له ملګرو ملتونو غوښتې چې هر اړخیزې ازرونې وکړي.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هیدر بار وايي، امنیت شورا د ملګروملتو له سرمنشي آنتونيو ګوترش غوښتي چې، د نوومبر تر ۱۷مې پورې د هغو ستونزو د مخنیوي په خاطر، چې افغانستان ورسره لاس او ګرېوان دی، د هراړخیزو او منظمو سپارښتنو د وړاندې کولو لپاره ارزونې وکړي.

هیدر بار په خپله ټویټر پانه لیکلي، افغان ښځو فعالانو په دې ټینګار کړی چې دا ارزونه دې د ښځو د حقونو د یوې متعبرې متخصصې سرچینې له لوري وشي او باید د نجونو او ښځو حقونه دې د اصلي ارزونې د محور په توګه په پام کې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو سرپرست حکومت د نړیوالې ټولنې او ګڼو افغان ښځو او فعالانو له غوښتنو سره سره د ښځو د زده‌کړو او کار د حق په اړه خپل دریځ نه‌دی بدل کړی.