که چارسمبالی حکومت اعلان شي، خبرو ته چمتو یم
Apr 25, 2023 01:21 Asia/Kabul
د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که حکومت ځينو شرطونو ته غاړه کیږدي، دی په ځنډ د ټاکنو تر سره کولو غوښتنه منلی شي.
د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، نوموړي ویلي چې که حکومت سر له بلې میاشتې ملي اسمبلي منحل کړي، عمومي ټاکنې په جولای میاشت کې کېدای شي.
نوموړي پرون په یوه مرکه کې ویلي، چې د ده له ګوند سره په دې هکله تر اوسه څه اړیکه نده نېول شوې.
هغه وویل شاه محمود قریشي ته یې له حکومت سره د خبرو کولو مسئولیت ورسپارلی خو په وینا یې تر اوسه ورسره چا اړیکه نده نیولي.
ټیګونه