-
ټرمپ د تاريخ ډېران ته وسپارل شو/ سردار سلېماني به تل ځلیږي
Jan 21, 2021 02:11د ايران خارجه وزير په يو پېغام کښې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دوران ختمېدو ته په اشارې سره وليکل: د مريکې مخکېنے ولسمشر او خارجه وزير د تاريخ ډېران ته وسپارل شول.
-
د ټرمپ رژيم په ختمېدو د مېرمن زېنب سلېماني ردعمل
Jan 21, 2021 01:26د شهيد قاسم سلېماني لور مېرمن زېنب سلېماني په خپل يو ټوئيټ کښې د امريکې د مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ رژيم په ختمېدو ردعمل څرګند کړ.
-
کورنے تندلاريتوب او ترهه ګري د امريکې راتلونکے مشکل دے
Jan 21, 2021 01:03د امريکې ولسمشر جوبائيډن د خپل سوګند خوړنې په مراسموکښې وويل، کورنے تندلاريتوب او ترهه ګري د امريکې راتلونکے مشکل دے او پکار دے ورباندې غلبه وکړوو.
-
ايران د ترهه ګرو ډلو په لېسټ کښې د انصارالله نوم شاملول وغندل
Jan 21, 2021 00:41د ايران د خارجه وزارت وياند په هغه څه کښې چې د امريکې د حکومت لخوا د ترهه ګرو ډلو لېسټ بلل شوے دے د يمن د انصارالله نوم د شاملولو په غندلو سره وويل، دغه اقدام په اوسنۍ پېړۍ کښې د ترټولو غميزناک انساني بحران د سختېدو سبب کيږي.
-
نړۍ پکار دے د ايران له اسلامي جمهوريته بېلګه واخلي
Jan 21, 2021 00:21د ايران د اساسي قانون د څارونکي شورا سېکتر وويل: نړۍ پکار دے د ايران له اسلامي جمهوريت څخه بېلګه واخلي او بحران ځپلې امريکې ته دې کلنګ ورنه کړي.
-
واشنګټن په فوځي کېمپ بدل شوے دے
Jan 20, 2021 11:36د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې نن د ډونالډ ټرمپ د سپېرۀ حکومت د ختمېدو ورځ ده وويل، واشنګټن د امريکې د نوي ولسمشر د سوګند خوړنې د مراسمو په ورځ په يو فوځي کېمپ بدل شوے دے.
-
که بندیزونه ختم نشی،ایټمي مرکزونوته به د آژانس لاس رسی غوڅ شي
Jan 20, 2021 02:19د ایران د اسلامی شورا دبهرني سیاست او ملی امنیت دکمیشن مشر زیاته کړې ده ،د بندیزونو د دوام په بڼه کې به د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس او دهغو له پلټونکو سره دایران اړیکې د این پي ټي تړون په حد کې وي او له دې ورآخوا به آژانس ته هیڅ آسانتیاوې ورنکړي او د آژانس کیمرې به هم غونډې شي .
-
د امریکا بندیزونه نړیوالې ایټمي موافقې ته تاوان رسوي
Jan 20, 2021 04:07د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن تر دې دمه دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب خپل شفاف اوجوت سیاست نه دی اعلان کړی .
-
ددښمنانو هرډول واړه تیروتنه به له غاښ ماتونکي ځوب سره مخ شي
Jan 20, 2021 02:54د ایران دفاع وزیر روښانه کړې ده ، د ایران د وسلوال پوځ مختلفو برخو په وروستیو شپو ورځو کې د مانورو په ترسره کولو سره خپل چمتووالی ښودلی دی او خلکو ته ئې دا پیغام منتقل کړی چې درست په بشپړ چمتووالي او ماډرن اونوو تجهیزاتو سره له تاسو ددفاع لپاره تیار دي .
-
ایران د سیمه ایزوخبرواترو لپاره دقطر د وړاندیزهرکلی کوي
Jan 20, 2021 02:04د ایران اسلامی جمهوریت تل په سیمې کې په ښه ګاونډيتوب او حاکمیّت ته داحترام او دخبرواترو په اصل ټينګار کړی او له درستو ګاونډیانو سره ئې د متناسبو او انډولیزو او منطقي اړیکو له درلودلو سره دلچسپي ښودلې ده.