ایران د سیمه ایزوخبرواترو لپاره دقطر د وړاندیزهرکلی کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95488-ایران_د_سیمه_ایزوخبرواترو_لپاره_دقطر_د_وړاندیزهرکلی_کوي
د ایران اسلامی جمهوریت تل په سیمې کې په ښه ګاونډيتوب او حاکمیّت ته داحترام او دخبرواترو په اصل ټينګار کړی او له درستو ګاونډیانو سره ئې د متناسبو او انډولیزو او منطقي اړیکو له درلودلو سره دلچسپي ښودلې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2021 02:04 Asia/Kabul
  • ایران د سیمه ایزوخبرواترو لپاره دقطر د وړاندیزهرکلی کوي

د ایران اسلامی جمهوریت تل په سیمې کې په ښه ګاونډيتوب او حاکمیّت ته داحترام او دخبرواترو په اصل ټينګار کړی او له درستو ګاونډیانو سره ئې د متناسبو او انډولیزو او منطقي اړیکو له درلودلو سره دلچسپي ښودلې ده.

فارس خبری اژانس راپور ورکړی ، د ایران داسلامی جمهوریت  خارجه وزیر محمد جواد ظریف  په ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ،اسلامی ایران  په سیمې کې  دهراړخیزو  خبرواترو لپاره د قطر د خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن  آل ثاني  دبلنې هرکلی کوي .

 د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر  په دوام کې روښانه کړې ده ، هماغه شان چې ایران تل ټينګارکړی دی،د چیلنجونو حل لاره،د یوې قدرتمنې، سوله ایزې ،باثباته او له سیمه ایزو او نړیوالو شخړو او ترینګلتیاؤ د پاکې او کامیابې  مشترکې سیمې  دجوړولو لپاره  په ملګرتیا کې نغښتي ده .

 د قطرخارجه وزیر په همداوروستیوکې د ایران داسلامی جمهوریت او دفارس خلیج د ملګرتیا شورا دغړو هیوادونو ترمینځ دغونډې د ترسره کیدا په باب د مینځګړیتوب لپاره دخپل هیوادچمتووالی خبر ورکړی دی.

 د ایران اسلامی جمهوریت تل په سیمې کې په ښه ګاونډيتوب او حاکمیّت ته داحترام او  دخبرواترو په اصل ټينګار کړی او له درستو ګاونډیانو سره ئې د متناسبو او انډولیزو او منطقي اړیکو له درلودلو سره دلچسپي ښودلې ده.

  ایران  باؤري دی ، د سیمې د هیوادونو د رغنده  تعامل او ملګرتیا  د فضا دجوړولو لپاره  لومړنی ګام ، په سیمې کې دا یران ثبات بخښونکي او اغیزشیندونکي  او نه انکاریدونکي  رول د واقعیّت په باب  د ناسمو  ادعاګانو او تور  لګونو د رودې بدلیدا ده .

عربستان ،کویت ، متحده عربی امارات ،قطر ،بحرین او عمان  د فارس خلیج دملګرتیا شورا شپږ غړي هیوادونه دي .