-
امریکا د امتیاز اخیستنې لپاره د بندیزونو له اړمه کار اخلي
Jan 10, 2021 02:19په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي وویل: د امریکې حکومت په دې وروستیو کلونو کښې له بندیزونو څخه د امتیاز اخیستنې د یو اړم په توګه کار اخیستې دی او دغه کار ته دوام ورکوي.
-
له ټرمپ سره د تعلق په پرې کولو د امريکې د سېنټ د ري پبلېکن اکثريت مشر تاکيد
Jan 09, 2021 09:31د امريکې د سېنټ د ري پبلېکن اکثريت مشر تاکيد وکړ، نور به د امريکې له اوسني ولسمشر سره تعلق ونه لروو.
-
د بندیزونو له ختمولو پرته برجام ته د امریکې ستنیدل زمونږ په تاوان دي
Jan 09, 2021 01:52د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره چې د ایټمي موافقې د ځینو نورو ژمنو د کمولو لپاره د ایران د پارلیمان فیصله او د حکومت اقدام بیخي صحیح او عقلاني دی، وویل: د بندیزونو له اوجتولو پرته ایټةي موافقې ته د امریکې راستنیدل حتی ممکنه ده چې د هیواد په تاوان هم وي.
-
د امریکايي ډیموکراسۍ رسوايي او د ایټمي موافقې راتلونکی
Jan 08, 2021 13:07د اسلامي انقلاب معظم رهبر نن په ۱۳۵۶ کال د قم د خلکو د مرغومي د نولسمې نیټې د مهمې او تاریخ جوړونکې حماسې په کلیزه، د امریکې د وروستیو ورځو د بدلونونو، ایټمي موافقې ته د امریکې د ستنیدو لپاره د ایران د شرط او د ایران د دفاعي توان او سیمه ایز شتون په هکله یولړ مهمې څرګندونې وکړې.
-
معظم رهبر د ایران او عراق د خلکو قدرونه وکړه
Jan 08, 2021 09:40د اسلامي انقلاب معظم رهبر د شهید سردار قاسم سلیماني او شهید ابومهدي المهندس د شهادت د اولنۍ کلیزې په نمانځلو کښې د ایران او عراق د خلکو د حماسې قدرونه وکړه
-
ټرمپ په ولسمشریزو انتخاباتو کښې خپله ماتې ومنله
Jan 08, 2021 08:56ډونلډ ټرمپ پس له څو اونیو، په یو ویډیويي پیغام کښې د ولسمشرۍ په انتخاباتي سیالیو کښې خپلې ماتې ته غاړه کښیښودله.
-
په امریکې کې وروستیو پیښو ته د ظریف غبرګون
Jan 08, 2021 02:10د ایران د بهرنیو چارو وزیر په امریکې کې وروستیو پیښو ته په غبرګون کې وویل: یو سرکش او بدماش ولسمشر چې له خپلو خلکو د غچ اخیستو په لټه کې و، په تیرو څلورو کلونو کې له ایراني او نورو خلکو سره ترټولو بد چلند وکړ.
-
د امریکا د کنګرس د غړو تر مینځ اخ و ډب
Jan 07, 2021 09:35پر کنګرس باندې د ترامپ د پلویانو تر برید وروسته اوس د کنګرس د غړو تر مینځ د الکټرال کالج رایو د تائید پر سر د کنګرس د غړو تر مینځ اخ و ډب شوې.
-
په امریکا کې د کانګرس پر ودانۍ برید او د ټاکنیز بحران دوام
Jan 07, 2021 07:44په امریکا کې د ټاکنیز بحران په دوام سره د ټرامپ پلویان د هغه په بلنه د کانګرس د ودانۍ مخي ته د پولیسو سره تر اخ و ډب وروسته وداڼۍ ته ننوتل، امنیتي ځواکونو له خوا د بلواګرو تر ځپلو وروسته د الکټروال کالج رایو د تائید لپاره د سنا غونډه له سره پیل شوې.
-
د لوېدیځو د ډیموکراسۍ بنسټ کمزوري دي
Jan 07, 2021 10:48د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په امریکا کې د کنګرس پر ودانۍ باندې د بلواګرو برید ته په اشارې سره د لوېدیځوالو ډیموکراسي سسته او کمزورې وباله.