امریکا د امتیاز اخیستنې لپاره د بندیزونو له اړمه کار اخلي
په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي وویل: د امریکې حکومت په دې وروستیو کلونو کښې له بندیزونو څخه د امتیاز اخیستنې د یو اړم په توګه کار اخیستې دی او دغه کار ته دوام ورکوي.
په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي وویل: د امریکې حکومت په دې وروستیو کلونو کښې له بندیزونو څخه د امتیاز اخیستنې د یو اړم په توګه کار اخیستې دی او دغه کار ته دوام ورکوي.
په ملګرو ملتو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي مجید تخت روانچي په سیمه کښې د امریکې د پوځي تحرکاتو او د ټرمپ له خوا د ایټمي وسلې د کارولو د احتمال په هکله د اندیښنو په څرګندولو سره زیاته کړه: د امریکې ولسمشر په دې تیرو څو کلونو کښې ډیر عجیبه عجیبه کارونه کړي دي او دا اندیښنه یې رامینځته کړې ده چې حتی د ولسمشرۍ ختمیدو ته یې په دې پاتې څو ورځو کښې هم ممکنه ده ځیني نه اټکل شوي کارونه ترسره کړي.
هغه د ایران په وړاندې د امریکې د راتلونکي حکومت د سټراټیجکې کړنلارې په څیړنه کښې وویل: په امریکې کښې مختلف حکومتونه که هغه ډیموکراټ وي او که ریپبلکن، نړیوال سیاستونه یې په خپلو کښې چندانې فرق نه لري خو د ټرمپ حکومت لازیات عجیبه سیاستونه درلودل.