ټرمپ په ولسمشریزو انتخاباتو کښې خپله ماتې ومنله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95269-ټرمپ_په_ولسمشریزو_انتخاباتو_کښې_خپله_ماتې_ومنله
ډونلډ ټرمپ پس له څو اونیو، په یو ویډیويي پیغام کښې د ولسمشرۍ په انتخاباتي سیالیو کښې خپلې ماتې ته غاړه کښیښودله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2021 08:56 Asia/Kabul
  • ټرمپ په ولسمشریزو انتخاباتو کښې خپله ماتې ومنله

ډونلډ ټرمپ پس له څو اونیو، په یو ویډیويي پیغام کښې د ولسمشرۍ په انتخاباتي سیالیو کښې خپلې ماتې ته غاړه کښیښودله.

د امریکې ولسمشر په یو ویډیو پیغام کښې په د ولسمشرۍ په تیرو ټاکنو کښې خپله ماتې ومنله او په منظمه توګه یې راتلونکي حکومت ته د قدرت د منتقلولو ژمنه وکړه

ټرمپ په دغه پيغام کمښې د کانګرس له خوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجې تاییدولو ته په اشارې سره وویل چې اوس به د خپل حکومت ټول پام، راتلونکي حکومت ته په منظمه توګه د قدرت منتقلولو ته واړوي.

هغه وویل چې قهر او غصه باید پریښودې شي.

ټرمپ په داسې حال کښې په انتخاباتو کښې خپله ماتې ومنله چې دا کار یې باید څو اونۍ مخکښې کړی وی، خو نه یوازې یې داسې ونه کړل بلکې خبرې او ویناوې یې د شخړو او لانجو د لازیاتیدو سبب شوې داشان چې تیره چهارشنبه یې پلویانو د کانګرس په ودانۍ حمله وکړه.

ډونلډ ټرمپ بیا هم په خپل ونیا کښې په کانګرس باندې حملې ته د خپلو حامیانو د لمسولو او راپارولو په وجه هیڅ ډول بخښنه ونه غوښتله.

د امریکې ولسمشر په خپل دغه ویډیو پیغام کښې ویلي دي چې د هغه انتخاباتي کمیټې د ټاکنو په پایلو باندې د اعتراض لپاره ټولې قانوني لارې ووهلې او له دې کاره د ده یوازنې هدف د انتخاباتو له روغوالي ډاډ ترلاسه کول وو.