د امریکايي ډیموکراسۍ رسوايي او د ایټمي موافقې راتلونکی
د اسلامي انقلاب معظم رهبر نن په ۱۳۵۶ کال د قم د خلکو د مرغومي د نولسمې نیټې د مهمې او تاریخ جوړونکې حماسې په کلیزه، د امریکې د وروستیو ورځو د بدلونونو، ایټمي موافقې ته د امریکې د ستنیدو لپاره د ایران د شرط او د ایران د دفاعي توان او سیمه ایز شتون په هکله یولړ مهمې څرګندونې وکړې.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر نن په ۱۳۵۶ کال د قم د خلکو د مرغومي د نولسمې نیټې د مهمې او تاریخ جوړونکې حماسې په کلیزه، د امریکې د وروستیو ورځو د بدلونونو، ایټمي موافقې ته د امریکې د ستنیدو لپاره د ایران د شرط او د ایران د دفاعي توان او سیمه ایز شتون په هکله یولړ مهمې څرګندونې وکړې.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنهاي نن د قم د خلکو د مرغومي د نولسمې نیټې په کلیزه په یوې ټیلیویژني وینا کښې دغه خوځښت د امریکې خلاف وباله او ټینګار یې وکړ چې د مرغومي د ۱۹ پاڅون د استکبار په ستر بت باندې د ابراهیمي تبر وړومبنې ګوذار ګڼل کیږي او دغو ګوذارونو تر ننه پورې دوام موندلې دی.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په خپلو څرګندونو کښې د تاریخ په مختلفو پړاؤنو کښې د ایران په وړاندې د امریکې سیاستونو ته شاره وکړه او د امریکې د نن سبا د بدلونونو په شننه کښې یې د دغه هیواد سیاسي او اقتصادي حالت شرمناک وباله.
د امریکې د انتخاباتو حالت، د امریکې د لیبرل ډیموکراسۍ نارکانده توب په ډاګه کړ او د کانګرس په ودانۍ باندې د امریکې د خلکو یرغل هم په نړۍ کښې د امریکې د دوست او دښمن ټولو د ملنډو او خندا سبب شو. اوس نور امریکايي ډیموکراسي، بشري حقوقو او ارزښتونه د نورو لپاره مثال نه دی ځکه چې د امریکې د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو د دغو ټولو ارزښتونو بې ګټې والی څرګند کړ.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د امریکې د نن سباني حالت او د دغه هیواد د کانګرس په ودانۍ باندې د حملې په څیړنه کښې، د ۲۰۰۹ (۱۳۸۸لمریز) کال د فتنې ماجرا ته اشاره وکړه او ویې ویل: دا څه چې امریکایانو د ۸۸ کال د فتنې په پیښه کښې د ایران خلاف کول غوښتنل، په ۹۹ کال کښې خپله دوي ته پیښ شول.
د امریکې اوسنې حالت د متحده ایالتونو د بې ثباتۍ د اوج ښودنه کوي او حتی امریکایي چارواکو هم د ۲۰۲۱ کال د روانې جنورۍ د میاشتې د شپږمې نیټې پیښه د امریکې د تاریخ لپاره د شرم یو داغ وبلله او په بله وینا یې هغه له امریکې د وروسته زمانې پیلیدا هم وبلله.
په هم دې لړ کښې د امریکې پخواني ولسمشر باراک اوباما په واشنګټن کښې د شخړې او د کانګرس په ودانۍ باندې د خلکو د حملې په غبرګون کښې وویل: د شرم دا داغ به دامریکې په تاریخ کښې پاتې شي.
د امریکې د بهرنیو اړیکو د فکر خونې مشر ریچارډ هاس هم په دې هکله وویل: لرې ښکاري چې له دې وروسته څوک متحده ایالتونو ته په زړه سترګه وګوري او احترام یې وکړي، که له امریکې وروسته زمانه د پیلیدو تاریخ ولري نو هغه د جنورۍ شپږمه نیټه ده.
د ایران د بندیزونو، سیمه ایز شتون او دفاعي توان او د ایټمي موافقې موضوعات هغه نور موارد وو چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر یې په هکله مهم ټکي بیان کړل. د ایران چارواکو په کراتو ټینګار کړی چې لویدیځ او د ایران د ولس دښمنان دنده لري چې د ایراني ولس خلاف خپل ظالمانه بندیزونه ختم کړي. د ایران د ولس خلاف بندیزونه جنایت دی او حتی د کرونا ناروغۍ په اوج کښې یې هم دوام کړی دی.
نن سبا ځیني اروپايي هیوادونه په سپینې ماڼۍ کښې د قدرت له بدلیدو سره هم مهاله د بندیزونو د بشپړې ختمونې بنیادي اصل ته له پاملرنې پرته د ایټمي موافقې د ساتلو لپاره د ایران د سیمه ایز شتون او دفاعي توان په هکله د مذاکرې خبره کوي. په هم دې لړ کښې د اسلامي انقلاب معظم رهبر وویل: جمهوري اسلامي نظام دنده لري داسې سلوک وکړي چې په سیمه کښې یې دوستان او پلویان پياوړي شي او د ایران سیمه ایز شتون په خپله ثبات زیږونکی دی.