-
شرین تګاب ولسوالي هم طالبانو ونیوله
Jun 18, 2021 03:14طالب ډلې د افغانستان د فاریاب ولایت شیرین تګاب ولسوالي هم نیولې ده.
-
د زابل شینکۍ ولسوالي طالبانو ته پرېښودل شوې
Jun 17, 2021 11:58د افغانستان د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان وایي چې د دغه ولایت شینکۍ ولسوالي د ولایتي چارواکو په منځګړیتوب طالبانو ته پرېښودل شوې او سقوط یې کړے دے.
-
په افغانستان کښې حکومتي ځواکونو ته درانۀ سرتاوانونه رسېدلي دي
Jun 17, 2021 11:51په فارياب ولايت کښې له طالب ډلې سره په نښته کښې د افغانستان د فوځ يويشت ځواکونه ووژل شول.
-
ننګرهار کښې څلوېښتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
Jun 17, 2021 10:11د ننګرهار چارواکو په دغه ولايت کښې څلوېښتو طالبانو ته د مرګ ژوبلې رسېدو خبر ورکړ.
-
افغان ځواکونو د قندوز خان آباد ولسوالي له طالبانو خلاصه کړه
Jun 15, 2021 00:08د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې په اړولو سره د قندوز د خان آبادولسوالي بېرته نیولې ده.
-
د افغانستان په مختلفو سيمو کښې ۲۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
Jun 08, 2021 02:13په تېر شواروز کښې په کابل کښې د هدفمنو حملو او د افغانستان په پينځلسوولايتونو کښې د نښتو له کبله ۱۴۳ تنه وژل شوي او ۸۹ نور ژوبل شوي دي.
-
په پاکستان کښې د رېل ګاډو د پېښې مرګ ژوبلې زياتې شوې
Jun 08, 2021 00:56د پاکستان روغتيائي سرچينو د دغه هېواد په جنوب کښې د دوو دېل ګاډو د جنګېدو له کبله د مړو او ژوبلو د شمېر د زياتېدو خبر ورکړ.
-
پروان کې چاودنې؛ د ملي امنیت اته کارکوونکو ته مرګ ژوبله اړولې
Jun 02, 2021 02:51د افغانستان د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې د ملي امنیت د موټرو پر کاروان چاودنه شوې ده چې په نتيجه کې یې د ملي امنیت اته کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
-
په بدخشان کښې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي دي
Jun 02, 2021 02:46د افغانستان د بدخشان د والي ویاند وایی وسله والو طالبانو دغه ولایت کې په دوو ولسوالیو ډلیز بریدونه کړي وو، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او په شاه وتمبول شول.
-
د کابل په سید الشهدا لیسې د ترهګرې حملې عاملان به ډیر زر معلوم شي
May 30, 2021 02:49د افغانستان د ملي امنیت ادارې عمومي مشر په دې خبرې سره چې په سید الشهداء ښوونځي باندې د حملې تحقیقات تراوسه کوم مطلوب ځاې ته نه دي رسیدلي، وویل: د دې ترهګرې حملې عاملان به ډیر زر معرفي شي.