-
د پاکستان ګلګت بلتستان کې د یوه وسله وال برید له امله ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Dec 03, 2023 01:45د پاکستان په ګلګت بلتستان سیمه کې د یوه وسله وال برید په پایله کې د دوو سرتېرو په ګډون، ۸ تنه وژل شوي او ۲۶ نور کسان ژوبل دي.
-
د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
Dec 03, 2023 01:31د افغانستان د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د «فاطمة الزهرا» د نجونو ښوونځی چې ۹ ټولګي لري، د یوه ملي سوداګر د سل زره امریکايي ډالرو په مالي لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
-
شکمنې قضیې باید موږ ته راپور شي/ دښمن نفاق ته لمن وهي
Dec 03, 2023 01:23د اهل تشیع مشرانو او مخورو د هرات له والي شیخ نور احمد اسلام جار سره وکتل، په دې کتنه کې د هرات والي له خلکو وغوښتل چې د مشکوکو پېښو راپور ورکړي.
-
په چین کې د طالبانو د سفیر منل کېدل د رسمیت پېژندنې لپاره مهم ګام دی
Dec 03, 2023 01:09په چین کې د افغانستان د سفیر په توګه د طالبانو د پخواني مرستیال ویاند بلال کریمي له منلو سره هممهاله، د سرپرست حکومت ویاند ذبېحالله مجاهد ویلي چې د افغانستان او چین ترمنځ د سفیرانو تبادله د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو په لور یو مهم ګام دی.
-
د افغانستان واکمنان دې به هرات کښې جنایت کونکي معلوم او سزا کړي
Dec 02, 2023 10:59یاده دې وي چې پرون مازیګل د هرات په جبرائیل ښارګي کښې نامعلومو وسله والو د دوو شیعه عالمانو په شمول لږترلږه ۶ کسان وویشتل.
-
په هند کې د افغانستان سفارت بیاځلې په فعالیت پیل وکړ
Dec 01, 2023 08:57د هند په پلازمېنه نوې ډیلي کې د افغانستان د سفارت د قونسلي چارو د بیا پیل خبر ورکړل شوی دی.
-
له افغانستان سره مرسته د نړۍ پر مسلمانانو فرض ده
Dec 01, 2023 08:29د اسلامي نړۍ د عالمانو ټولنې د پلاوي مشر ډاکټر علي قرداغي ویلي چې د افغانستان له خلکو سره مرسته د نړۍ پر ټولو مسلمانانو فرض ده.
-
کاناډا ۲۹۵ افغان کډاوال له پاکستان څخه انتقال کړل
Nov 30, 2023 13:23د کاناډا دولت وویل چې د افغانستان ۲۹۵ کډوال یې په یوه چارټر الوتکه کې له پاکستان څخه کاناډا ته منتقل کړې دي.
-
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رهبرۍ پلاوي د ننګرهار شیخ مصري پارک له ګڼو فابریکو لیدنه وکړه
Nov 29, 2023 11:10د شیرباز کمین زاده په مشرۍ د افغانستان صنایعو او کانونو خونې رهبرۍ پلاوي د ننګرهار ولایت شیخ مصري صنعتي پارک د ګڼو فابریکو له تولیدي چارو د لیدنې ترڅنګ، د صنعتکارانو ستونزې واورېدې.
-
د راشد او نبي لپاره نوی زیری
Nov 29, 2023 08:43د کرېکټ د نړیوالې شورا په نوې ډلبندۍ کې دوو افغان لوبغاړو محمد نبي دویم او راشدخان شپږم ځای خپل کړی دی.