د ترهګرۍ اصلي ځای په افغانستان کې دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i143124-د_ترهګرۍ_اصلي_ځای_په_افغانستان_کې_دی
د پاکستان پخواني دفاع وزیر په دغه هېواد کې د سه شنبې له مرګوني برید وروسته ویلي چې دا ډول برید ښيي چې ترهګري له افغانستانه سرچینه اخلي.
(last modified 2023-12-13T08:10:24+00:00 )
Dec 13, 2023 12:37 Asia/Kabul
  • د ترهګرۍ اصلي ځای په افغانستان کې دی

د پاکستان پخواني دفاع وزیر په دغه هېواد کې د سه شنبې له مرګوني برید وروسته ویلي چې دا ډول برید ښيي چې ترهګري له افغانستانه سرچینه اخلي.

د پاکستان پوځ د سه شنبې په ماښام اعلان وکړ چې د خیبرپښتونخوا صوبې په «ډیره اسماعیل خان» کې د «درابن» په ښارګوټي کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې باندې په برید کې ۲۳ تنه وژل شوي دي.

د تسنیم د راپور له مخې، د پاکستان پخواني دفاع وزیر خواجه محمد آصف د خیبر پښتونخوا صوبې په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د پروني برید په غبرګون کې ویلي، چې دا برید ښيي، چې د ترهګرۍ اصلي ځای یوازې په افغانستان کې دی، آصف زیاته کړې چې «یو ګاونډي ورور" باید اجازه ورنه کړي چې خپل هېواد د پاکستان پر ضد وکاروي.

خواجه آصف په دې خبرې سره چې پاکستان له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې د افغانستان د خلکو لپاره پناه ځای دی، زیاته کړه: په افغانستان کې تروریزم او د پاکستان پر تمامیت باندې برید، پر دې تاریخي او ورورګلوۍ اړیکو باندې اغېزه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د ډیره اسماعیل خان له برید وروسته، د طالبانو د حکومت شارژدافیر احضار کړی دی.

پاکستان تل د کابل حکومت د "تحریک طالبانو" په ملاتړ تورنوي او افغانستان هم تل دغه ادعاوې رد کړې دي.