-
چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي
Sep 18, 2023 10:14د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر «ژیوچینک» د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره په تعرفي ناسته کې ویلي چې افغانستان په تېرو دوو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګ کړی او هیله یې ښودلې چې د تعامل په برخه کې نورې لاسته راوړنې هم ولري.
-
د هند حکومت افغانانو ته ۱۰۰۰ بورسيي ځانګړي کړي دي
Sep 18, 2023 10:00رسنیو د هندي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د هند حکومت د افغان اتباعو لپاره ۱۰۰۰ بورسونه ځانګړي کړي دي.
-
د طالبانو رسمیت پېژندل د نجونو د تعلیم په برخه کې د دوی د ژمنې له عملي کېدو سره تړاو لري
Sep 18, 2023 09:49د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همږغوونکی جان کربي وايي، د طالبانو نړیوال مشروعیت دې سره تړاو لري چې دوی نجونو ته د زده کړو د حق ورکولو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
-
افغانستان کې د پوځي عملیاتو په اړه د پاکستان خبرداری/ مجاهد: افغان طالبان به یې ځواب ورکړي
Sep 18, 2023 09:36د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انورالحق کاکړ ویلي چې پاکستان به له اړتیا سره سم په مشخص وخت کې د ځان د دفاع لپاره په افغانستان کې پوځي عملیات وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې دغه هېواد حق لري، څو د ځان او خپلو خلکو د دفاع لپاره په دې برخه کې لازم ګامونه اوچت کړي.
-
د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان څخه د وتلو خبرداری ورکړی
Sep 18, 2023 09:23د خوړو نړیوال پروګرام له پرلپسې غوښتنو وروسته چې له هېوادونو یې د مرستو غوښتنه کړې، اوس د دغه نړیوال سازمان چارواکي وايي،که دوی ته کافي بودیجه ورنه کړل شي له افغانستان څخه به ووځي.
-
په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز دوه کلن شو
Sep 18, 2023 09:12په داسې حال کې چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو بندیز دوه کلن شو، د «زده کړې انتظار نه شي کولای» په نوم سازمان (EWC) افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د ژر تر ژره لرې کېدو غوښتنه وکړه.
-
ملګرو ملتونو یوځل بیا ښوونځیو ته د نجونو د تګ غوښتنه کړې
Sep 18, 2023 08:54د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو ګوترش یوځل بیا ښوونځیو ته د افغان نجونو د تګ غوښتنه کړې ده.
-
د چابهار بندر د فعالیتونو د پراخېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي
Sep 17, 2023 10:32د سرپرست حکومت ویاند وايي، د افغان سوداګرو د نه تاواني کېدو او پر یوه ترانزیټي مسیر د نه تکیه والي په موخه د ایران د چابهار بندر د فعالیتونو د پراخېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.
-
افغانستان کې د ماشومانو د نس ناستي ناروغۍ کچه لوړه شوې
Sep 17, 2023 10:28د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ساري ناروغیو د خپرېدو په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال له پیل څخه د سپټمبر د میاشتې تر نهمې پورې دغه سازمان د افغانستان په ۳۳۳ ولسیوالیو کې په مجموعي توګه د نس ناستي ۱۵۷ زره ۷۷۸ سختې پېښې ثبت کړي دي.
-
طالبانو په غزني کې یو ځوان په ډزو وژلی
Sep 17, 2023 10:24د غزني سیمه ایزې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې طالبانو یو ځوان هلک په ډزو وژلی دی.