-
په تېرو ۳ میاشتو کې شاوخوا ۲۰ زره کسان پاکستان ته د درملنې په موخه تللي
Jul 24, 2023 03:20د ننګرهار ولایت د چارواکو په وینا، دغو ناروغانو ته د تورخم له لارې د تګ اسانتیاوې برابرې شوي او له هر بیړني ناروغ سره یو روغ تن ته هم دتلو اجازه ورکول شوې ده. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
کونړ او ننګرهار کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
Jul 24, 2023 03:54دا سیلابونه د کونړ په وټه پور او د ننګرهار ولایت په حصارک غلجایي ولسوالۍ له سختو اورښتونو وروسته راوتلي دي. نور تفصیل زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
امیر عبداللهیان د قرآنکریم د سپکاوي پر وړاندې د اسلامي هېوادونو د ټینګ درېځ پر خپلولو ټینګار وکړ
Jul 24, 2023 02:59د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له خپل کویټي سیال سره په ټلفونی خبرو کې په سویډن او ډنمارک کې قرآنکریم ته د سپکاوي د غندلو ترڅنګ، د دغو اقداماتو په غندلو او مخنیوی کې د اسلامي هېوادونو د ټینګ دریځ پر خپلولو ټینګار وکړ.
-
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې قرغیزستان ته ماتې ورکړه
Jul 24, 2023 01:47د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي آسیا د سیالیو پرمهال ۵ د ۴ پر وړاندې قرغیزستان ته ماتې ورکړه.
-
د ښوونځي دروازه تړلې خو د بخت خلاصه ده
Jul 24, 2023 01:38د افغانستان په کندز ولایت کې یو شمېر نجونې شکایت کوي چې له یوې خوا له زدهکړو بې برخې شوې او له بل لوري له خوښې پرته، د کورنیو له پرېکړو سره مخ دي.
-
د هرات والي په دې ولایت کې د ایران د سوداګریزو فرصتونو له نندارتون څخه لیدنه وکړه
Jul 24, 2023 01:19د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، د هرات والي مولوي نوراحمد اسلام جار په هرات کې د ایران د سوداګریزو فرصتونو له نندارتون څخه د لیدنې پر مهال دغه ډول نندارتونونه د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل.
-
د اوس لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو ته اړتیا نشته
Jul 24, 2023 01:05د افغانستان د سرپرست حکومت د دفاع وزیر وايي، چې افغانستان کې داسې څوک نشته چې دوی ورسره د روغې جوړې خبرې وکړي او د اوس لپاره د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو او په اړه یې خبرو ته اړتیا نشته.
-
افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۳۱ کسان مړه شوي
Jul 24, 2023 00:58پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند وايي، چې په تېرو درېیو شپو کې په افغانستان کې د سېلابونو راتلو له امله لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي، ۷۴ کسان ټپیان او ۴۱ نور لا هم نادرکه دي.
-
د کابل والي د اهل تشيع د عالي کميسيون له استازو سره وکتل
Jul 24, 2023 00:47د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد په دغه ولایت کې د افغانستان د اهل تشيع د عالي کميسيون له استازو سره وکتل.
-
ننګرهار کې د انترکلب تر نامه لاندې د کرېکټ سیالۍ پېل شوې
Jul 23, 2023 07:59په دې سیالیو کې د کرکت دوه کم پنځوس سیمه ایزې لوبډلې برخه لري. د نورو جزئیاتو لپاره زموږ د همکار محمد آصف شینواري راپور واورئ