-
کاناډا د ۳۰۹ نورو افغان پناه غوښتونکو د لېږد خبر ورکړی
Jul 14, 2023 04:10د کاناډا د کډوالو چاور وزارت وبايلي، چې څه باندې درې سوه نور افغان پناه غوښتونکي يې تازه دغه هېواد ته انتقال کړي دي.
-
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي مخنیوي لپاره پرېکړهلیک تصویب کړ
Jul 14, 2023 01:43په دغه پرېکړهلیک کې چې د ۲۸ تایید، ۱۲ مخالفو او اوو ممتنع رایو سره تصویر شوی، د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتل شوي چې په نړۍ کې مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي پېښو په اړه راپور وړاندې کړي.
-
طالبانو پر افغانستان د لګول شويو سوداګریزو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه
Jul 14, 2023 01:40د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې روزا اتنبایوا او په کابل کې د یوناما له مرستیال ډینیل انډرس سره په لیدنه کې پر طالبانو د نړیوالو سوداګریزو محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه.
-
د ایران په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره پر ښو او دوستانه اړیکو ټینګار وشو
Jul 13, 2023 08:32د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر وايي، چې د ایران په ګډون له ټولو ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو سره د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکي دي او غواړي چې دا اړيکې نورې هم پراخې شي. نوموړي دغه څرګندونې په ايران هېواد کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني سره په ليدنه کې کړي. نور جزئیات په زموږ د خبریال فضل غني په راپور کې واورئ.
-
د نورستان پوهنتون له مشر سره ځانګړې مرکه
Jul 13, 2023 08:11ګرانو اورېدونکو دا مرکه د نورستان د پوهنتون له مشر حافظ روح الله نجم سره د دغه پوهنتون د فعالیتونو په اړه زموږ خبریال محمد آصف شینواري ترسره کړې، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي.
-
افريقايي هېوادونو ته د ولسمشر رئیسي د درې ورځني سفر پيل؛ د ایران ولسمشر کینیا ته ولاړ
Jul 12, 2023 02:58سید ابراهیم رئیسي نن سهار د درېیو هېوادونو د کینیا، یوګانډا او زمبابوې د ولسمشرانو په رسمي بلنه، د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د کینیا په لور روان شو.
-
د ایران اسلامي جمهوریت د نورستان له پوهنتون سره د درسي کتابونو او تخنیکي وسایلو مرسته وکړه
Jul 12, 2023 01:42په جلال آباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرقنسول مجید صادقي دولت آبادي د نورستان مرکز پارون ته د سفر پر مهال، د دغه ولایت له پوهنتون سره د کتابونو او تخنیکي وسایلو مرسته وکړه. نور حال زموږ د خبریال محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
-
د ایران دفاعي ځواک د دښمن پر وړاندې یو قوي خنډ دی
Jul 12, 2023 04:21د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک قوماندان، د ایران دفاعي ځواک له یو پیاوړي خنډ سره پرتله کړ او وویل، له دغه ځواک سره د مقابلې لپاره هر هغه اقدام چې ترسره کېږی، یو ځانمرګی او له ډبرې سره د سر د وهلو په څېر دی.
-
قرآن ته سپکاوی له بشري حقونو څخه سرغړونه ده
Jul 12, 2023 02:42د ایران د بهرنیو چارو وزیر د قرآن کریم سپکاوی د بشري حقوقو خلاف ورزي او د دوه میلیاردو مسلمانانو پروړاندې د کرکې، تاوتریخوالي او دښمنۍ د پارولو سبب وباله. پرون (سه شنبه) د آلمان په سویل لوېدیځ کې هم یوه افراطي د قرآنکریم یوې نسخې ته اور ورته کړ.
-
د ایران خواف – هرات افغانستان د اورګاډي پټلۍ پرانیستل شوه
Jul 12, 2023 02:13د افغانستان په هرات ولایت کې د ایران د خواف – "روزنک" ریل پټلۍ، د دواړو هېوادونو د چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.