-
په نیمروز ولایت کې ۱۰ تنه د انساني قاچاق په تور نیول شوي
Apr 23, 2025 09:30د نیمروز په ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ دفتر ویلي چې، ۱۰ تنه د انسانانو د قاچاق په تور د خاشرود ولسوالۍ، د زرنج ښار د دویمې امنیتي حوزې او د دې ولایت له عمومي لویې لارې سیمو څخه نیول شوي دي.
-
له پاکستان وروسته د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال هم سبا کابل ته ځي
Apr 20, 2025 11:48په داسې حال کې چې پرون د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال کابل ته سفر درلود، ټاکل شوې، سبا د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال هم افغانستان ته سفر وکړي او له طالب چارواکو سره په سوداګریزو او سیاسي اړیکو خبرې وکړي.
-
د پاکستان له زندانونو ۱۷۵ افغانان را خوشې شول
Apr 20, 2025 11:31د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې ۱۷۵ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې شول.
-
سبا د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ګوزڼ ناروغۍ د واکسین کمپاین پیلېږي
Apr 20, 2025 11:24پولیو سره د مبارزې د کمپاین دفتر ویلي چې سبا د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپیاین پیلېږي.
-
د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې توافقنامې پر پلي کيدو ټينګار وشو
Apr 11, 2025 04:08د کابل او تهران ترمنځ په اقتصادي برخه کې د شوې توافقنامې د بشپړ پلي کولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې تخنیکي کمېټې ناسته کړې.
-
له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو د استازو غونډه په استانبول کې جوړه شوه
Apr 10, 2025 01:52په کابل کې د ترکیې سفارت ویلي چې د مرسته کوونکو هېوادونو د استازو په ګډون د افغانستان د همغږۍ ډلې (ACG) ناسته د ترکیې په استانبول ښار کې جوړه شوې ده.
-
په هرو دوو دقیقو کې یوه ښځه د زیږون پر مهال مري او په هرو ۱۰ ثانیو کې یو ماشوم له خوارځواکۍ سره مخ کېږي
Apr 07, 2025 12:58په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د روغتیا د نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی چې په هرو دوو دقیقو کې یوه ښځه د امیندوارۍ یا زیږون پرمهال مري.
-
ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستو غوښتنه وکړه
Apr 07, 2025 12:51د افغانستان د همغږۍ ډلې د غونډې په درشل کې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویانو د حیاتي ملاتړ غوښتنه کړې ده.
-
بې پولې ډاکټرانو له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه څرګنده کړه
Apr 07, 2025 10:51د بې پولې ډاکټرانو سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.
-
له افغانستانه ایران ته د غیرقانوني کډوالو ورتګ ۵۰ سلنه کم شوی
Apr 07, 2025 10:30د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد د عامه او انقلاب څارنوالۍ اعلان کړی چې په تېر کال کې، د ۲۰۲۳ کال په پرتله، ایران ته د ناقانونه افغان کډوالو د داخلېدو په هڅو کې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.