افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې
(last modified Tue, 01 Jul 2025 07:54:53 GMT )
Jul 01, 2025 12:24 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې

له جذبې او احساس څخه ډکې معنوي فضا کې، د هرات کلتوري ځوانان د بیرغونو او بینرونو په پورته کولو او ښار په تورو ټوټو پوښلو سره، خپل زړونه د محرم میاشتې د لومړۍ لسیزې د ماتم لپاره چمتو کوي، څو د امام حسین (ع) یاد او نوم په وفادارۍ او مینې سره ژوندی وساتي.

د محرم میاشتې له پیل سره سم، د افغانستان د هرات ولایت خلک په ځانګړې لیوالتیا او عقیدې سره، د ماتم مراسم ترسره کوي. د دې ولایت کلتوري ځوانانو په ټول ښار کې د تورو بیرغونو او بینرونو په پورته کولو، سړکونو او کوڅو په تورو ټوټو پوښلو او د سقاخونو په جوړولو سره، په ښار کې یوه معنوي او ماتمي فضا خپره کړې ده.

دا مراسم چې د امام حسین (ع) او د کربلا د شهیدانو په یاد کې ترسره کېږي، هر کال د خلکو په پراخ حضور او لوی شان سره ترسره کېږي.

په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیگدلي او ورسره مل پلاوي د هرات او بیا د خراسان رضوي ولایت تایباد ولسوالۍ ته  په سفر کولو سره، له والي، د اتباعو د چارو له عمومي رییس او د تایباد له ولسوال سره یې لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دې لیدنه کې، د ایران د ډیپلوماټیک پلاوي غړو، د دوغارون - اسلام کلا پوله د ایران - افغانستان اړیکو کې یو له مهمو لارو څخه وبلله او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د اتباعو د تګ راتګ د اسانه کولو لپاره یې د ډېرو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.

بیکدلي د دوغارون پولې اقتصادي وړتیا ته په اشارې سره، د سوداګرۍ او سرحدي بهیرونو د ښه کولو لپاره د مسئولو ادارو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ باندې ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایران سفیر، همدارنګه د سرحدي زیربناوو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د اتباعو د قانوني تګ راتګ د ګړندي کولو غوښتنه هم وکړه.

په دې ناسته کې، د ایران د خراسان رضوي ولایت چارواکو هم، د سرحدي همکارۍ پراخولو، د زیربناوو پراختیا او د سوداګرۍ او د اتباعو د تګ راتګ اسانتیاوو لپاره د ولایت چمتووالی اعلان کړ.

د دوغارون پوله چې د ایران له ختیځو پولو څخه یوه ده، د ایران او افغانستان ترمنځ په اقتصادي او انساني تبادلو کې ستراتیژیک رول لوبوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت پلاوی، چې مشري یې په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیگدلي کوي، د جمعې په ورځ هرات ولایت ته ورسېد. دا سفر له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او ورورګلوۍ اړیکو پیاوړې کولو په موخه، د ایران د ډیپلوماتیکو هڅو یوه برخه وه چې ترسره شو.

 

د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل: ایران د اسراییلي رژیم پر وړاندې د جګړې ګټونکی وو.

د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند زیاته کړه: هیله لرو چې په غزه او فلسطین کې هم جګړه پایته ورسېږي او اسراییلي رژیم چې په دومره بې شرمۍ سره د ښځو او ماشومانو په وژنو لاس پورې کوي، له دې جنایتونو څخه یې لاس لنډ شي.

د طالبانو دغه چارواکي همدارنګه وویل: په دې سیمه کې ځینې هیوادونه مسئولیت لري، دوی باید ټول په اتفاق سره پریکړه وکړي چې په غزه او ټول فلسطین کې جګړه باید ودرول شي او نسل وژنه او تیری باید پایته ورسیږي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان په چارو کې د مالیزیا له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې، له مالیزیا سره د سیاسي، اقتصادي او کلتوري همکاریو د زیاتوالي په اړه د خبرو اترو ترڅنګ وویل چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د افغانستان په چارو کې د مالیزیا د ځانګړي استازي "داتو احمد اعظم" په مشرۍ یوه پلاوي په کابل کې سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

د  دې اعلامیې له مخې، په دې لیدنه کې په افغانستان کې د وروستیو سیاسي او اقتصادي بدلونونو او د کابل او کوالالمپور ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو بحث وشو.

دواړو خواوو هیله څرګنده کړه چې دا اړیکې به د افغانستان او مالیزیا ترمنځ په بیلابیلو برخو کې د ژورو او پراخو همکاریو لپاره لاره هواره کړي.

د روسیې د چارواکو له خوا په افغانستان کې د داعش د احتمالي ګواښونو په اړه له څرګندونو وروسته، د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې دا ترهګره ډله نور په افغانستان کې ځای نه لري او فعالیتونه یې په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وویل: داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او په  دې هېواد کې هېڅ ډول منظم فعالیتونه نه لري.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک د افراطیت مخالف دي او د کابل اوسني حکومت هم د امنیت د تامین لپاره جدي اقدامات ترسره کړي دي.

تر دې مخکې د روسیې دفاع وزیر آندري بلوسوف د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې خبرداری ورکړ چې له لوېدیځې آسیا څخه افغانستان ته د وسله والو د ننوتلو بهیر دوام لري او په دې هېواد کې د ترهګریزو ایډیالوژیو خپرېدل، په سیمه کې د ناامنۍ او ترهګریزو ګواښونو اصلي سرچینه ګڼل کېږي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار، د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل: په دې اړه روښانه دریځ لرو او د دې بریدونو د غندلو لپاره مو یوه کلکه اعلامیه خپره کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: پاکستان وړاندوینه کړې وه چې ایران به د دې بریدونو په وړاندې غلی پاتې نشي، نو په قطر کې یې د امریکا اډه په نښه کړه او په عزت او اقتدار سره یې عمل وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل: په داسې شرایطو کې چې نړیوال بحرانونه زیات شوي، هیوادونه باید د لنډمهاله مصلحتونو پر بنسټ نه، بلکې د اخلاقي اصولو او نړیوالو قوانینو پر بنسټ دریځونه ونیسي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف، په سیمه کې وروستیو بدلونونو او د ایران او صهیونیسټي رژیم ترمنځ شخړو ته په اشارې سره، د ایران په وړاندې ملاتړي دریځ غوره کړ او ویې ویل: ایران په ځلېدو سره د دښمن په وړاندې ودرېد.

خواجه آصف د دې کړکېچ په اداره کولو کې د ایراني ملت پر زړورتیا په ټینګار کولو سره، زیاته کړه: د ایران خلکو او حکومت ته له دښمن سره په زړوره مبارزه د هغوی د زړورتیا ستاینه کوم.

د پاکستان دفاع وزیر همدارنګه وویل: مسلمانانو په دې وروستیو ورځو کې، دوې مهمې بریاوې ترلاسه کړې دي. دا دوې ګونې بریاوې د اسلامي نړۍ د بریا یوه څرګنده نښه ده.

پاکستان د بین البراعظمي اټومي خولۍ وړونکي بالسټیک توغندي جوړولو په حال کې دی چې کولای شي د امریکا خاوره په نښه کړي.

دا بدلون، چې د مې په میاشت کې د هند د سیندور عملیاتو په پایله کې ګړندی شوی، په واشنګټن کې جدي اندیښنې راپورته کړې دي. د سیندور عملیات د پاکستان په زیربناوو باندې د هند پوځي برید وو، داسې ښکاري چې د پاکستان د توغندیز پروګرام د پراختیا لپاره یوه انګیزه ده.

بین البراعظمي بالسټیک توغندي هغه وسلې دي چې له ۵۵۰۰ کیلومترو څخه ډېر لري رسېږي، چې معمولا د اټومي خولیو وړلو لپاره ډیزاینېږي.

د پاکستان پر توغندیزې ستراتیژۍ کې دا بدلون کولای شي له دې هېواد سره د امریکا اړیکې په بنسټیز ډول بدلې کړي، ځکه واشنګټن هېڅکله له هغه هېواد سره چې د امریکا خاورې ته د توغندیو د توغولو وړتیا ولري، دوستانه اړیکې نه لري.

 

د پاکستان مالیې وزارت اعلان وکړ چې د چین حکومت پاکستان ته ۳.۴ میلیارد ډالر سوداګریز پور ورکړي سره موافقه کړې ده. له دې مقدار پیسو څخه، ۲.۱ میلیارد ډالر په تېرو درېیو کلونو کې د پاکستان د مرکزي بانک په حساب کې پاتې وو او اوس بیاځلي تمدید شوي دي. همدارنګه، یو بل ۱.۳ میلیارد ډالر پور چې اسلام آباد دوه میاشتې مخکې بیرته ادا کړی وو، د دې هېواد لپاره بیا تمویل شوی دی.

پاکستان د لوېدیځې آسیا له سوداګریزو بانکونو څخه یو میلیارد ډالر پور او ۵۰۰ میلیون ډالر له څو اړخیزو مالي سرچینو څخه ترلاسه کړی دی.

د پیسو له نړیوال صندوق سره د یوې موافقې له مخې، د پاکستان حکومت اړ وو چې د ۲۰۲۵ روان مالي کال تر پایه پورې د خپلې بهرنۍ اسعارو زیرمې له ۱۴ میلیارد ډالرو څخه زیاتې کړي. د چین پورونو په ځانګړې توګه د دې هدف په ترلاسه کولو کې مهم رول لوبولی دی.  

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د پیسو نړیوال صندوق د ۷ میلیارد ډالرو مالي مرستې پروګرام لاندې د جوړښتي اصلاحاتو په پلي کولو سره، د  دې هېواد اقتصاد نسبي ثبات ترلاسه کړی دی.

ژباړه: زماني