افغانستان کې د ناروغو ماشومانو شمېر زیات شوی، روغتونونه ځای نه لري
(last modified Fri, 04 Jul 2025 01:48:08 GMT )
Jul 04, 2025 06:18 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د ناروغو ماشومانو شمېر زیات شوی، روغتونونه ځای نه لري

د بې پولې ډاکترانو نړیوال سازمان و ايي، افغانستان کې د ناروغو ماشومانو شمېر زیات شوی، خو د هېواد روغتونونه د هغوی د منلو وړتیا نه لري.

دغه سازمان د جولای په دویمه نېټه په یوې اعلامیې کې، اندېښنه ښودلې چې په هرات، هلمند او بلخ کې د دوی تر ملاتړ لاندې روغتونونه د ناروغو ماشومانو د ځایولو لپاره کافي بسترونه نه لري. د دې سازمان په وینا، په ځینو روغتونونو کې آن په یوه بستر کې دوه ماشومان ځای شوي، او ګڼ نور ماشومان د ځای خالي کېدو ته انتظار باسي.

په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو د همغږۍ مسوولې جولي پاکرو ویلي چې ګڼ شمېر روغتیايي مرکزونه له جدي ستونزو سره مخ دي چې پکې د کافي طبي پرسونل، لومړنیو درملو او تشخیصیه وسایلو نشتوالی شامل دی.

دې سازمان د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) له قوله ویلي چې د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته، د افغانستان شاوخوا ۴۲۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه محدود شوي، چې له امله یې له درې میلیون زیات افغانان له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي.

د جولي پاکرو په وینا، د دغو مرکزونو په تړل کېدو سره لومړنیو روغتیايي خدمتونو لاسرسی، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو لپاره، سخت شوی، او دوی اړ دي چې د اوږدې مودې انتظار ترڅنګ اوږده واټنونه ووهي څو روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی ومومي.