-
د فلسطینیانو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره نړیوال سازمانون باید لازیاتې جدي هڅې وکړي
Mar 28, 2025 09:04پارس ټوډې – په افغانستان کې د ایران د سفارت سرپرست، د فلسطین د خلکو د حقونو لپاره د نړیوالو سازمانونو او بنسټونو د هڅو د زیاتولو غوښتنه وکړه.
-
د افغانستان – ایران او د اروپا د اورګاډي کوریډور فعال شو
Mar 27, 2025 12:51زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د صادراتي شیانو لومړنی پیټی د ایران – افغانستان د ریل د کوریډور له لارې ترکیې او اروپا ته واستول شو.
-
پر افغان نجونو د زده کړو بندیز دوام به راتلونکي نسلونه اغېزمن کړي
Mar 26, 2025 03:53د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره سیما باهوس ویلي چې، د طالبانو د حکومت له لوري د افغان نجونو پر زده کړو د بندیز دوام به راتلونکي نسلونه سخت اغېزمن کړي.
-
طالبان په کابل کې د امریکا او په واشنګټن کې د افغانستان د سفارتونو د پرانیستلو غوښتنه کړې
Mar 26, 2025 03:04د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، کابل ته د امریکایي پلاوي سفر ته په اشارې سره ویلي چې طالب چارواکو د ډونالډ ټرمپ له استازي سره په واشنګټن کې د طالبانو حکومت ته د افغانستان د سفارت د سپارلو په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
-
په سیمه کې د صهیونیسټ رژیم له کړکیچ رامینځته کولو سره د مقابلې لپاره د ایران فعاله ډیپلوماسي
Mar 23, 2025 12:48د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سعودي عربستان او مصر د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د فلسطین او یمن په ګډون د سیمه ییزو بدلونونو او د صهیونیسټ رژیم د کړکیچونو سره د مبارزې په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.
-
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته په ناڅاپي سفر تللی
Mar 22, 2025 04:07یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان پرون جمعه کابل ته تللی دی او هلته به له طالبانو سره لیدنې ولري.
-
په هرو درېیو افغانانو کې یو یې له لوږې سره مخ دی
Mar 22, 2025 03:54د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي چې لاهم د افغانستان د ټولو وګړو له درېیو یوه برخه خلک له لوږې سره مخامخ دي.
-
افغانستان کې د څلورم کال لپاره د نجونو له شتون پرته نوی ښوونیز کال پیل شو
Mar 21, 2025 04:05د طالبانو د پوهنې وزارت پرون د نوي ښوونیز کال د پیل په موخه په یو لړ مراسمو یوځل بیا د عصري او دینې علومو پر ارزښت ټینګار وکړ، خو د نجونو د زده کړو په اړه یې څرګندونې ونه کړې.
-
افغانستان کې د ترافیکي پېښو له امله په ۱۴۰۳ کال کې شاوخوا ۲ زره کسان مړه شوي
Mar 21, 2025 04:00له تېرو څه باندې درې نیمو کلونو راهیسې په افغانستان کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه او تر بل هر وخت ډېرې شوې چې له امله یې زرګونه کسان مړه او سلګونه نور سخت او سطحي ټپيان شوي دي.
-
افغانستان کښې د پانګونې په موخه دغه هیواد ته د قزاقستان او ازبکستان د استازو سفر
Mar 19, 2025 11:34د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري په خپل دفتر کې د قزاقستان او ازبکستان هېوادونو له استازو سره په افغانستان کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.