د بیان ازادۍ مرکز:
په پاکستان کې دې د افغان خبریالانو نیول او ایستل ودرېږي
د بیان ازادۍ مرکز په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو له وضعیته اندېښنه ښودلې او د دغه هېواد پر حکومت یې غږ کړی چې د هغوی نیول او ایستل ودروي.
نوموړي مرکز پنجشنبه د غبرګولي پر ۱۵مه د پاکستاني پولیسو له خوا د دوو افغان خبریالانو نصیراحمد بهروز او احمدذکي ساپي پر نیونې اندېښنه ښودلې ده.
یاد مرکز زیاته کړې چې دا دوه خبریالان «حاجي کېمپ» ته لېږدول شوي دي.
په اعلامیې کې راغلي: په پاکستان کې د مېشتو شاوخوا ۱۵۰ افغان خبریالانو له ډلې ډېری یې معتبر اسناد لري یا هلته د قانوني کېدو په درشل کې دي.
په اعلامیې کې لیکل شوي: دا خبریالان جنایتکاران نه دي. هغوی رښتیا ویوونکي او د وینا ازادۍ مدافعان دي چې له وطنه تېښتې ته اړ شوي دي.
پرون د پاکستان کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې له اپریله تر اوسه یې د افغانانو د ایستلو په دویم پړاو کې څه باندې ۲۰۰ زره افغان کډوال ایستلي دي.