د فراه والي:
له ایران سره د پراختیایي پروژو هوکړې لاسلیک شوې
د فراه ولایت والي د یو شمېر نورو چارواکو په ملتیا د ایران اسلامي جمهوریت ته په دوه ورځني سفر کې، له ایراني چارواکو سره د کرنې او پراختیا په برخه کې د ګډې همکارۍ ۲ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
مولوي غوث الدين رهبر له رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې دغه سفر د دواړو هېوادونو، نظامونو او ولسي وګړو لپاره ګټور دی.
هغه ویلي چې په ياد دوه ورځني سفر کې له ايراني چارواکو سره یې په ګډه ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د ښو او غوره اړيکو پر ټينګښت او لا پراختیا ټينګار کړی دی.
او بل خبر دا چې:
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت له سرپرست علي رضا بیکدلي سره لیدلي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه لیدنه کې دواړو لوریو ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل او د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا بحث او خبرې کړي.
د خبرپاڼې لهمخې، محمد نعیم له تاریخي، سیاسي او فرهنګي اړخه د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې ژورې بللي او د افغان کډوالو د کوربتوب او د طالبانو د ملاتړ له امله، له ایران څخه مننه کړې.