په افغانستان کې ماشومان د لوږې له ناورین سره مخامخ دي
(last modified Tue, 03 Jun 2025 02:05:37 GMT )
Jun 03, 2025 06:35 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې ماشومان د لوږې له ناورین سره مخامخ دي

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام استازی او مدیر جان ایلیف وايي چې په دغه هېواد کې ماشومان د لوږې له ناورین سره مخامخ دي او د دغه ناورین له اړخه ډېر فشار زغمي.

ایلیف پرون دوشنبه وویل چې روان کال ښايي له پنځو کلونو کم عمره کابو ۳.۵ میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي.

ایلیف ویلي: دا شمېر د تېر کال پرتله ۵۰۰ زره ډېر دی، له بده مرغه په افغانستان کې د خوارځواکۍ بهیر مخ په بره روان دی.

نوموړي افغان ماشومان په افغانستان کې د لوږې ناورین «د لومړۍ کرښې قربانیان او اغېزمن» بللي دي.

په افغانستان کې ماشومان اړ دي چې په کم عمر کې کار وکړي څو د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي.

د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته په دې هېواد کې د بېکارۍ کچه ډېره شوې ده.

ماشومان د خپلې کورنۍ د لاسنیوي لپاره اړ دي چې کار وکړي.