-
د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره د یوناما د مشرې لیدنه
Sep 05, 2024 12:08د یوناما د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې یوناما به په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د هېوادونو او خصوصي موسسو له استازو سره غونډه ترسره کړي.
-
په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر وړاندې د کابو ۷۰ فرمانونو صادرېدل
Sep 05, 2024 12:04د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي چې د افغانستان سرپرست حکومت په تېرو درېیو کلونو کې، د ښځو د حقونو په اړه لږ تر لږه اویا فرمانونه صادر کړي دي.
-
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د جمعې په ورځ له تایلنډ سره لوبه کوي
Sep 05, 2024 11:51ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د جمعې په ورځ د وږي په شپاړسمه د کانټینینټال پنځه اړخیزو سیالیو په لړ کې، خپله څلورمه لوبه له ټایلنډ سره وکړي.
-
د تورخم لارې تړل کېدو سوداګرو ته مېلیونونه ډالر زیان اړولی
Sep 04, 2024 13:55د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، نږدې ۲ اونۍ کېږي چې، د تورخم لار تړل شوې او په دې موده کې سوداګرو ته مېلیونونه ډالر زیان اوښتی دی.
-
د کابل په پرونۍ چاودنه کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي
Sep 03, 2024 02:55راپورونه وايي چې برید انتحاري وو او د طالبانو د څارنوالۍ، چې دوی یې د فرمانونو د تعقیب او نظارت ریاست بولي، کارکوونکي یې په نښه کړي دي. د لومړنیو معلوماتو له مخکې لږترلږه ۱۲ تنه وژل شوي او ممکن د تلفاتو اصلي شمېر تر دې خورا ډېر وي.
-
په تېره یوه اونۍ کې تر ۷۰ زره ډېر کسان له افغانستان څخه وتلي دي
Sep 02, 2024 13:40د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، د زمري له ۲۸ مې د روانې میاشتې تر ۳ یمې نیټې پورې څه باندې ۷۲ زره کسان له افغانستان څخه وتلي دي.
-
په کابل کې د خیریه بنسټونو او شوراګانو مسئولان طالبان په سیاسي چلند تورنوي
Sep 02, 2024 13:09د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې په پلازمېنه کابل کې یې د درېیو خیریه بنسټونو، یوې ټولنې او یوې شورا دفترونه تړلي دي.
-
امنیت شورا د افغان ښځو د وضعیت په اړه غونډه کوي
Sep 02, 2024 13:05د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې سپټمبر میاشتې پر اتلسمه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه غونډه کوي.
-
د افغانستان او ترکمنستان تر منځ مهم تړونونه لاسلیک شوي دي
Sep 01, 2024 02:47د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د کانونو سرپرست وزیر په مشرۍ ترکمنستان ته تللي پلاوي د ترکمن چارواکو سره د ټاپي او ټاپ پروژو د تطبیق د تورغونډۍ – او هرات د رېل کرښې د لومړي فاز د رغونې او تورغونډۍ بندر د پراختیا او د نوري فایبر پروژو د چارو د چټکتیا او په دې برخه کې د شویو پرمختګونو په اړه هر اړخیز بحثونه کړي.
-
د ټاپي پروژې د پیل لپاره چمتوالی نهایي شوی
Aug 27, 2024 11:26زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وایي، چې د ټاپي پروژې د پیل لپاره چمتوالی نهایي شوی او ډیر ژر به یې عملي چارې پيل شي.