بريتانيا افغان محصلینو ته د تحصيلي بورسونو پروګرام پيل کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i154298-بريتانيا_افغان_محصلینو_ته_د_تحصيلي_بورسونو_پروګرام_پيل_کړی_دی
افغان محصلینو ته د بریتانیا د “چیونینګ” په نوم د تحصیلي بورسونو د ورکړې پروګرام بیا له سره پیل شو.
(last modified 2024-11-15T05:20:21+00:00 )
Nov 15, 2024 09:41 Asia/Kabul
  • بريتانيا افغان محصلینو ته د تحصيلي بورسونو پروګرام پيل کړی دی

افغان محصلینو ته د بریتانیا د “چیونینګ” په نوم د تحصیلي بورسونو د ورکړې پروګرام بیا له سره پیل شو.

د چیونینګ پر وېب‌‌پاڼه پرون په یوه بیانیه کې د ۲۰۲۵م او ۲۰۲۶م کلونو لپاره د دغه تحصیلي پروګرام د بیا پیل خبر ورکړل شوی دی.

د بیانیې له‌‌‌‌مخې؛ د تېر کال پر تله د چیونینګ بورسونو ترلاسه کولو لپاره معیارونه بدل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د دغو بورسونو غوښتونکي باید د افغانستان وګړي او په افغانستان کې وي، چې د چیونینګ بورسونو معیارونه پوره کړي.

بیانیه زیاتوي، افغان متقاضیان د ماسټرۍ په مقطع کې کولای شي د سږکال د نوامبر له ۱۴مې د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ تر دویمې نومونه ولیکي.