-
افغانستان کې له پېښو سره د مبارزې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوو
Jun 29, 2023 11:57کابل کې د چین سفیر د طالبانو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت له وزیر سره لیدنه کې ویلي چې هېواد یې چمتو دی څو د بېړنیو حالاتو پرمهال او د طبیعي پېښو زیانمنو ته د رسېدنې په برخه کې له افغانستان سره همکاری وکړي.
-
پاکستاني ځواکونو په باجوړ کې د داعش یو قومندان او دوه نور اورپکي وژلي
Jun 29, 2023 10:08د پاکستان امنیتي ځواکونو د افغانستان پولې ته نږدې د داعش یو قومندان او دوه نور اورپکي وژلي دي.
-
د ښوونځيو نه پيلېدو ناهيلې کړې يو
Jun 29, 2023 09:55د افغانستان په غزني ولایت کې يو شمېر نجونې وايي، د نږدې دوو کلونو په تېرېدو سره لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه دي پيل شوي چې دې چارې سخت ناهيلې کړې دي.
-
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په سویډن کې د قرآنکریم یوې نسخې سوځول وغندل
Jun 29, 2023 09:34د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په سویډن کې د یوه لیبرال افراطي له خوا د قرآنکریم د یوې نسخې سوځول غندلي او له اسلامي هېوادونو او سازمانو یې غوښتي چې دا ډول کړنو په ځواب کې اړین ګامونه پورته کړي.
-
سېلابونو د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي
Jun 29, 2023 07:41د افغانستان د کاپیسا سیمه ایز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند په شوخي سیمه کې راغلی سېلاب خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
-
د ذي الحجې نهمه، د عرفې یا د راز او نیاز ورځ
Jun 28, 2023 09:01عرفه د کال یو له فضیلت لرونکو ورځو څخه ده، چې په ډېری روایتونو کې دا ورځ د ګناهونو د بخښنې او د دعاګانو د قبلېدو لپاره معرفي شوې ده.
-
د افغانستان اقتصادي ستونزې د بهرنيو هېوادونو د شل کلن حضور له امله دي
Jun 28, 2023 12:34د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي چارو مرستیال په ارګ کې د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې په هېواد کې د شلو کلونو د بهرنیو ځواکونو د شتون له امله دي او هېوادوالو ته یې ډاډ ورکړ چې د هېواد اقتصاد د ښه کېدو په حال کې دی او د اختر د ورځو په تېرېدو سره د سالنګ د لویې لارې اساسي چارې پیلېږي.
-
د سولې ټینګښت لپاره دې د ملي خبرو له لارې هڅه وشي
Jun 28, 2023 08:17د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا ویلي چې د سولې د ټینګښت باید د ملي ډیالوګ له لارې هڅه وشي.
-
د لوی اختر په مناسبت په افغانستان کې ۲۱۷۸ بندیان خوشې شول
Jun 28, 2023 08:36د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره د لوی اختر په مناسبت د ۲۱۷۸ بندیانو د خلاصون او د یو شمېر نورو بندیانو د بند موده کمه اعلان کړې.
-
سرپرست حکومت د اهل تشیع حقونو ته پوره پاملرنه کوي
Jun 28, 2023 08:27د افغانستان د بلخ ولایت رسنیز مرکز اعلان کړی چې د دغه ولایت والي پرون د بلخ د شیعه علماوو له شورا سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې طالبان د اهل تشیع حقونو ته پوره پاملرنه کوي.