-
ننګرهار کې د کرونا ویروس مثبتی پیښې زیاتی شویدي نور حال په راپور کښې لرو
Feb 01, 2022 08:07زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د موقت حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي په تیرو څلرویشت(۲۴) ساعتونو کې دټول هیواد په کچه ۱۶۲۱ نمونې په لابراتوارونو کې تر ازمایښت لاندې نیول شوي چې ۶۱۵ یې مثبتې پیښې دي.
-
په افغانستان کې دولتي پوهنتونونه دراروانې چهارشنبې په ورځ خلاصیږي نور جزیات په راپور کښې لرو
Jan 31, 2022 11:30زمونږ خبریال وايي د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت وزیر عبدالباقي حقاني په تازه ګۍ سره په یوه(۱) ويډيويي پیغام کې د يوې اعلاميې په ورکولو سره اعلان وکړ چې د افغانستان په ګرمو سيمو کې به دولتي پوهنتونونه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ چې د سلواغې یا دلوې له (۱۳) نیټې سره برابره ده پرانيستل شي.او په سړو سيمو کې به پوهنتونونه د کب یا حوت په (۷) اوومه نېټه پرانيستل شي.
-
د یوه هېواد په غوښتنه بل هیواد سره اړیکې نه خرابوو
Jan 31, 2022 09:22زمونږخبریال وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي دوی د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي ساتي او د یوه(۱) په غوښتنه بل سره اړیکي نه خرابوي.
-
د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان په ختیځه حوزه کې له ورزشې ادارو سره مرسته کوي نور تفصیل په راپور کښې لرو
Jan 31, 2022 06:51زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکونسل «مجید صادقي دولت ابادي» د ختیځو ولایتونو د بدني روزنې او المپیک له ریس نور احمد حبیبي سره په ګډه ناسته کې وویل د ایران او افغانستان ولسونه په بېلابېلو برخوکې لرغونې او ګډې اړیکې لري چې دا اړیکې د وخت په تېریدو سره لا پیاوړې شوې او ښه پالل شویدي.
-
د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :
Jan 30, 2022 08:00د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
-
په ختیځ ولایت ننګرهارکې تر دوه سوه ډیر کسان له حرفوي زده کړو فارغ شول نور حال په راپور کښې واورئ
Jan 29, 2022 06:46زمونږخبریال وايي د مرسته کوونکو لاسونو په نوم خیریه ټولنې په مرسته د ننګرهار ولایت د بېلابېلو سیمو دوه سوه درې دیرش(۲۳۰) تنه چې میرمنې هم پکې دې تر لازمې مودې حرفوي زده کړو وروسته فارغ او د فراغت پر سندونو سربیره یې کارې وسایلو هم ترلاسه کړل.
-
ننګرهار کې درې(۳) تنه د حکومتي وسلو د قاچاق په تورو نیول شول نور تفصیل په راپور کښې لرو
Jan 29, 2022 06:37زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت چارواکي وایي نیول شویو کسانو دا وسلې ګاونډی هیواد پاکستان ته لیږدولې .
-
ایران د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره ټول توان کارولی
Jan 27, 2022 00:44ایران پریس خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي پرون په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو څلویښتو (۴۰) کلونو کښې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره خپل ټول توان کارولی دی وویل دا د ایران د حکومت رسمي سیاست دی چې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د تائید وړ دی .
-
د افغانستان طالبان له خلکو ډوډۍ راغونډوي
Jan 27, 2022 01:31د افغانستان د بغلان ولایت ځايي سرچینې وايي طالبان د ولایت په ټولو سیمو کښې د خپلو ځواکونو لپاره ډوډۍ له خلکو څخه راغونډوي .
-
اروپايي ټولنې په افغانستان کښې خپل سفارت پرانیستلی نور حال په راپور کښې لرو
Jan 22, 2022 11:52زمونږ خبریال وايي په تازه ګۍ سره په افغانستان کې اروپایي ټولنې د دایمي شتون لپاره خپل سفارت پرانیست .