د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ
نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو چې مهم سرټکي یې څه دي .
په داسې حال کښې چې د لویدیځو هیوادونو رسنۍ او چارواکي زیات ټینګار لري چې په اوکراین باندې د روسیې حمله پریکنده ده او ځینې هیوادونه د دغه برید لپاره نیټه هم ټاکي خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وویل د امریکا په شان هیوادونه د روسیې د برید په هکله مبالغه کوي او دا ډول ناسم دریځونه هم د هیواد خلک ویرولي او اندیښمن کړي دي او هم یې د اوکراین اقتصاد تر اغیز لاندې وروستلی دی .
د سوریې سرچینو د امریکا د جنګي الوتکو لخوا د سوریې په شمال کښې په ځینو سیمو باندې د بمباریو خبر ورکړ .
د امریکا یوه(۱) ټیلي ويژن چینل په یوه (۱) راپور کښې وویل د دغه موضوع په هکله چې مکمن دی دغه هیواد له یوې(۱) اینټرنیټي حملې سره مخ شي په تیرو اونیو کښې د خلکو اندیښنې زیاتې کړي دي او د امریکا استخباراتي مرکزونه په سخته دغو اینټرنیټي بریدونو ته د خلکو د غبرګون په هکله اندیښمن دي .
بریتانیا د دغه هیواد د پوهنتون یو(۱) استاد «شهد ابوسلامه» د فلسطین د مظلومو خلکو د ملاتړ او د اسرائیلو په اپارتائیډ رژیم باندې د نیوکه کولو په خاطر له تدریس څخه منع کړی شو .
د کویت یوه(۱) ځوان د صهیونیسټ رژیم له ورزش کار سره له سیالۍ کولو ډډه وکړه او هغه د ټینس د نړیوالو سیالیو میډال پرځاې د فلسطین مظلوم ملت ته ترجیح ورکړ .
د صهیونیسټ رژیم دیارلسم (۱۳) ټیلي ویژن په نیواکي تاټوبو باندې د یمن د انقلابیانو په احتمالي حملو باندې د ویرې د څرګندولو په ترڅ کښې وویل د یمن انصار الله غورځنګ په جنګ کښې هماغه د لبنان د حزب الله او د فلسطین د غزې تړانګې له رودې استفاده کوي .
په واشنګټن کښې د چین سفیر «کین ګانګ» د ټایوان له خپلواکۍ د خپل ملاتړ په هکله امریکا ته په سخت خبرداري کښې وویل د دا ډول سیاست دوام د امریکا او د چین ترمینځ د جنګ د رامینځته کیدا سبب کیدلی شي .
د سعودي عربستان په سرحدي سیمو کښې د یمن انقلابیانو نوي بریاوې ترلاسه کړي دي .
الاعلام الحربي ډلې په « الاجاشر» دښتې کښې د یوسل درې شپیتو (۱۶۳) مربع کلومیټره ځمکې په ازادولو کښې د یمن د پوځ د بریالیتوب خبر خپور کړی دی .
د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ مشر قیس الخزعلي ټینګار کړی چې د عراق ملت او د سیمې ملتونه د داعش ترهګرې ډلې په وړاندې له بریالیتوب وروسته په امنیت کښې ژوند کوي .
()
د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو .
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسیف (UNICEF) خبرداری ورکړ که چیرې سمدستي اقدام ترسره نشي د افغانستان لس (۱۰) لکه ماشومان چې له سختې لوږې سره مخامخ دي مړ کیږي .
په لویدیځې غاړې کښې د صهیونیسټ رژیم د ښارګیو د جوړولو پرضد په فلسطیني مظاهره چیانو باندې د صهیونیسټ رژیم د عسکرو په حمله کښې څه د پاسه پنځوس () کسان ژوبل شوي دي .
په امریکا کښې د چین نوي سفیر کین ګانګ د ټایوان پرسر د پوځي نښتې د رامینځته کیدا د احتمال په هکله خبرداری ورکړ او ټایپه یې د خپلواکۍ د غوښتنې په لاره کښې په قدم کیښودلو تورن کړ .
د بغداد په نړیوال هوايي ډګر باندې دوه (۲) ورځې مخکې د ناپیژاندو بې پایلوټه الوتکو او توغندوي حملو چې هلته د امریکا د عسکرو یو (۱) مرکز دی د ایران او د عراق د شیعه ډلو منفي غبرګون ځان پسې لرلی دی .
د جرمني رسنیو له روسیې سره د تاوتریخوالو په بهیر کښې په اوکراین باندې د پوځي تجهیزاتو او د وسلو له خرڅولو د جرمني د حکومت د ډډه کولو په دلیل د برلین او د واشنګټن ترمینځ د اختلاف د رامینځته کیدا خبر ورکړ .
د یمن سرچینو وویل په متحده عربي اماراتو باندې د حملې په هکله د انصار الله غورځنګ له ګواښ وروسته د دغه هیواد عسکرو د یمن په «شبوه» ولایت کښې له خپلو سنګرونو شاتګ وکړ .
المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د متحده عربي اماراتو د عسکرو شاتګ د یمن د عسکرو په مقابل کښې د هغوې له سختو ماتو او شکستونو خوړلو وروسته ترسره کیږي .
د عراق الحشد الشعبي ځواکونو د بغداد په شمال کښې طارمیه سیمې ته د داعش ډلې د غړیو د نفوذ مخه ونیوله او دغه سیمه یې د داعش ډلې له عناصرو پاکه کړه .
د یمن د دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي له خبرداري سره په یووخت چې ویلي یې و په سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو باندې نورې ویرونکي حملې کو د امریکا پوځیان د ابوظهبۍ په الظفره اډې کښې تیارسی شول .
شمالي کوریا وویل چې دوه (۲) لرواټنه او هدایت شوي کروز توغندي یې ازمویلي دي .
ځینو رسنیو د باوري سرچینو په قول وویل امریکا په خپل هیواد کښې د افغانستان سفارت او کنسولګریانې بندوي او د ډيپلوماټانو مصونیت به هم لغو کړي .
د صهیونیسټ رژيم د پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال ګادی ایزنکوت اعتراف وکړ د بغداد هوايي ډګر ته نږدې د امریکا د ترهګرو پوځیانو له عملیاتو مخکې تل ابیب د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د ټرور کولو هڅه کوله خو بریالی نشو .
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکو اوس به د افغانستان د مسیر ورځپاڼې ځینې مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .
امریکا ته زرګونه تللي افغان کډوال د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي.
امریکايي رسنیو هغه راپور ته لاسرسی موندلی چې د افغان کډوالو په اړه د امریکا کانګریس ته لېږل شوی دی.
د دې راپور پر بنسټ شاوخوا ۳۴ زره افغان کډوال داسې دي چې امریکا ته تللي خو د دایمي اوسېدو په شرایطو برابر نه دي او نه هم د اوسېدو جواز اخیستو لپاره د قناعت وړ دلایل لري.
دا راپور د امریکا کانګریس ته لېږل شوی څو دوی په دې اړه خپله پرېکړه وکړي.
ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان له نوي حکومت د بشري حقونو د رعایت غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، داسې ښکاري چې مېرمنې او نجونې په افغانستان کې د کار او زده کړو په څېر له خپلو اساسي حقونو محرومېږي.
د ده په وینا نوي حکومت ته په کار ده چې د رسمیت پېژندلو او نړیوالې ټولنې د غړي کېدو لپاره د بشر اساسي حقونو او د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پام وکړي.
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرو اترو لپاره کابل ته ورغلی دی.
د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې د افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې اترې پیل شوې دي.
د سمنګاني په وینا، په دې لیدنه کې به دواړه لوري پر بېلو مسائلو خبرې اترې وکړي.
وړاندې تر دې ټاکل شوې وه چې نوموړی د روانې میاشتې په ۱۸مه کابل ته راشي خو د نامعلومو دلایلو له امله یې سفر وځنډېد.
معید یوسف وروسته تر هغه کابل ته راځي چې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګولو پر سر د افغان او پاکستاني پوله ساتو د نښتو سربېره د پاکستاني طالبانو تحریک هم له پاکستان څخه پر ډیورنډ فرضي کرښه باندې د لګول شوي اغزن تار ټولولو غوښتنه کړې ده.
روسیه وایي د امریکا وروستی وړاندیز یې په غور مطالعه کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي دوی د کشمکش د پراختیا غوښتونکي نه دي، نو له همدې امله یې د امریکا نوی وړاندیز په غور مطالعه کړی دی او ژر به یې خپل دریځ په اړه روښانه کړي.
د لاوروف په خبره دوی تمه لري چې مذاکرات پایله ولري او غربي هېوادونه د روسیې غوښتنې ومني.
تر دې وړاندې امریکا او ناټو د روسیې هغه غوښتنې رد کړې چې ګواکي، ناټو دې د پخواني شوروي اتحاد هېوادونو کې پرمختګ نه کوي، توغندي دې نه دیره کوي او اوکراین ته دې د ناټو دایمي غړیتوب نه ورکوي.
د اوکراین پر سر د روسیې او غرب ترمنځ ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي.
د تازه راپورونو پر بنسټ برېټانیا ویلي چې د روسیې د غوښتنې پر خلاف شرقي اروپا ته ځواکونه لېږي او د خپلو ملګرو په دفاع لاس پورې کوي.
د برېټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ویلي، دوی د خپلو ملګرو هېوادونو دفاع ته ژمن دي او په خپله به شرقي اروپا ته ځي او هر څه به له نږدې څاري. جانسون همدا راز وایي چې دا به روسیې ته یو(۱) مهم خبرداری هم وي.
بلخوا ټاکل شوې چې نږدې ورځو کې د روسیې او برېټانیا د دفاع او بهرنیو چارو وزیران هم سره وګوري او جانسون به هم له پوتین سره د اوکراین په اړه تلیفوني خبرې وکړي .
()
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو ورځپاڼو ته کتنه ختمه شوه نور تاسو په مهربان خدای سپارو تل خوشحاله وسئ