ایران د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره ټول توان کارولی
ایران پریس خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي پرون په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت په تیرو څلویښتو (۴۰) کلونو کښې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره خپل ټول توان کارولی دی وویل دا د ایران د حکومت رسمي سیاست دی چې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د تائید وړ دی .
مجید تخت روانچي د افغانستان د حالت په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډې کښې په دغه هیواد کښې بې مخینې انساني کړکیچ ته په اشارې سره وویل د ملګروملتونو د راپورونو پراساس د افغانستان څه د پاسه څلرویشت (۲۴) میلیونه خلک بشر دوستانه مرستو ته ضرورت لري .
هغه په دې خبرې سره چې ایران تراوسه د بشر دوستانه مرستو په لسګونو پیټي چې اساسي شیان یعني خواړه ، درمل او طبي تجهیزات پکښې شامل دي افغانستان ته استولي دي وویل په افغانستان باندې د طالبانو له ولکې وروسته ایران د دغه هیواد له خلکو سره د مرستې لپاره له افغانستان سره خپل سرحدونه خلاص پریښودل او حاضردمه د دواړو لورو ترمینځ عادي تجارت روان دی .
په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي په دوام کښې ایران ته د افغانستان د کډوالو راتلو ته اشاره وکړه او ویې ویل په تیر دوبي کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته هره ورځ د افغانستان په زرګونو ښاریز ایران ته راځي او د امریکا له غیر انساني بایکاټونو سره سره چې د ایران د خلکو او د حکومت لپاره یې زیات مشکلات رامینځته کړي دي د ایران اسلامي جمهوریت د نړیوالې ټولنې په تر ټولو کمې مرستې سره په ایران کښې هستوګنه افغان کډوالو ته د کار روزګار ، د حرفه اي روزنې او د زده کړې ، درملنې ، روغتیا او د اموزش په شمول بیلابیل خدمات وړاندې کوي .
تخت روانچي دغه راز په ایران کښې د کډوالو د کورونا واکسین د هلو پروګرام ته په اشارې سره وویل د ایران حکومت د خپل هیواد د خلکو د واکسیناسیون له پروګرام سره په یووخت د افغانستان کډوالو ته هم د کورونا واکسینونه وهي .
په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي په دې خبرې سره چې د امریکا د بایکاټونو په دلیل د ایران مالي سرچینې محدودې شوي دي وویل څرګنده ده که چیرې نړیواله ټولنه ونه توانیږي په وخت باندې له ایران سره ضروري مرسته وکړي تهران به په یوازې ځان د افغانستان له کډوالو چې ګڼ شمیر یې د ایران له لارې اروپا ته د تلو هڅه کوي د خپل ملاتړ د دوام جوګه نه وي .
هغه دغه راز د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتنه وکړه او ویې ویل د افغانستان د شتمنیو ازادول د هیواد د اقتصاد د احیا او د خلکو د ژوند د بچولو لپاره ضروري دي او هغه باید هیڅکله سیاسي او مشروطه نه وي .