-
طالبان له ۳۸ هېوادونو سره فعالې سیاسي اړیکې لري
Feb 11, 2024 01:03د سرپرست حکومت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې له ۳۸ هېوادونو سره فعالې سیاسي اړیکې او په دې هېوادونو کې استازولۍ لري.
-
کابل ته د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي سفر
Feb 09, 2024 12:30د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د دوحې راتلونکې ناسته، د افغانستان په اړه د معقولو خبرو اترو لپاره یو مهم فرصت وباله.
-
د چین په پانګونې سره د افغانستان له شماله د تیلو تولید زیات شوی
Feb 09, 2024 09:03د رسنیو له قوله، د چین د انرژۍ شرکت د ۴۹ میلیون ډالرو پانګونې په مرسته د افغانستان د شمال د تیلو له حوزې په ورځني ډول د اومه تیلو تولید ۱۱۰۰ مټریک ټنو ته رسېدلی، خو دا د هغې پانګونې یوه درېیمه برخه ده چې پېکېنګ یې ژمنه کړې ده.
-
د هرات والي د ایران د اسلامي جمهوریت له سر قونسل سره وکتل
Feb 08, 2024 01:50د افغانستان د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار د دغه ولایت د بهرنیو اړیکو د مرستیال په حضور کې، د ایران د اسلامي جمهوریت له سر قونسل صديقي فر سره وکتل.
-
طالبان له نړۍ سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري
Feb 08, 2024 01:42د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو ساتلو پالیسي لري.
-
د افغانستان د خپلواکې ارزونې راپور واقعبينانه او عملي دی
Feb 08, 2024 01:28د افغانستان پخواني ولسمشر د دې هېواد په چارو کې د ملګرو ملتونو له همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو سره په ليدنه کې، د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» راپور «واقعبينانه» او «عملي» بللی دی.
-
په افغانستان کې د ایران نوی کلتوري سلاکار معرفي شو
Feb 07, 2024 11:14په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي، د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور له وزیر ملاخیرالله خیرخواه سره په کتنه کې، په کابل کې د ایران نوی کلتوري سلاکار رسماً افغان چارواکو ته معرفي کړ.
-
په غزني ولایت کې د سختې سړې هوا له امله یوه سړي خپل ژوند بایللی
Feb 07, 2024 10:54د افغانستان په غزني کې ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په اجرستان ولسوالۍ کې د سختې سړې هوا له امله يو سړی مړ شوى دى.
-
تېر کال له افغانستان څخه له ۶۰ ډېرو هېوادونو ته صادرات شوي دي
Feb 07, 2024 09:43د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې یې له ۶۰ ډېرو هېوادونو ته د ۱.۹ میلیارډ ډالرو په ارزښت صادرات کړي. یاد وزارت وايي، دغه صادرات د ۲۰۲۲ کال پرتله دوه سلنه زیات شوي دي.
-
د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایي چلند له وزیر سره لیدلي
Feb 05, 2024 10:55د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت چارواکي وایي چې د دې وزارت سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي دي.