د افغانستان او ايران د کلتوري اړيکو پر پراختيا خبرې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i148166-د_افغانستان_او_ايران_د_کلتوري_اړيکو_پر_پراختيا_خبرې_وشوې
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له کلوري اتشه ډاکټر سید روح الله حسیني سره وکتل.
(last modified 2024-03-25T22:05:06+00:00 )
Mar 26, 2024 02:33 Asia/Kabul
  • د افغانستان او ايران د کلتوري اړيکو پر پراختيا خبرې وشوې

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له کلوري اتشه ډاکټر سید روح الله حسیني سره وکتل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ ‏په دې کتنه کې دواړو لورو د کلتوري اړیکو، لاسي صنايعو د پراختيا، د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو د علمي لیدنو، د استادانو د تجربو شريکولو، افغان محصلينو ته د ايران له خوا د تحصيلي بورسونو او د نندارتونونو د جوړولو په اړه خبرې شوې دي.

‏د کتنې په پای کې، د ایران د اسلامي جمهوریت تجارتي، کلتوري او لرغونو ځایونو ته پر لنډ مهاله سفرونو موافقه شوې ده.