-
اميرعبداللهيان: امريکه د ايران په اړه د موثره اقدام د ترسره کولو وس نه لري
Apr 15, 2019 07:03په نړيوالو چارو کښې د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر مرستيال د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر په خلاف د امريکې وروستي اقدام ته په اشارې سره وويل: دغه نمائشي او لګښت لرونکي زيات اقدامات له دې څخه د امريکې د بې وسۍ په خاطر کيږي چې د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف څه موثره عملي اقدام وکړي.
-
د يمن په جنګ کښې له سعودي ائتلاف څخه د امريکې ملاتړ ختمولو ته د پارلېمان رائې
Apr 05, 2019 10:08د يمن د خلقو په خلاف د سعودي ائتلاف ظالمانه جنګ په داسې حال کښې د هغۀ پينځمې کليزې ته داخل شو چې له سعودي څخه د امريکې ملاتړ د کانګرېس او سپينې ماڼې ترمېنځ په اختلاف وړ موضوع باندې بدل شوے دے. امريکه سعودي او اماراتو ته د مختلفو لاجېسټکي، اطلاعاتي او جنګي ملاتړ کونکو مرستو په ورکولو سره د يمن په جنګ کښې يوه مهمه ونډه لري.
-
په يمن د سعودي تيري ګرو په حمله کښې اته عامه یمنيان شهيدان شول
Apr 04, 2019 03:02د يمن په البيضا او الحديده صوبو کښې د سعودي تيري ګرو په هوائي او هاوني حملو کښې اته يمنيان شهيدان شول.
-
د ايران خارجه وزارت په يمن د بهرنيو ځواکونود تېري د څلورمې کليزې په مناسبت بيانيه جاري کړه
Mar 26, 2019 00:20د ايران خارجه وزارت په يمن باندې د سعودي په مشرۍ د ائتلاف د ځواکونو د تيري د شروع کېدو د کليزې په ماسبت دغه څرګند تېرے وغندۀ او په يمن کښې د جنګ او وينې تويونې د ختمولو غوښتنه يې وکړه.
-
د امريکې په سېنټ کښې له سعودي ائتلاف څخه د ملاتړ د ختمولو د پرېکړليک تصويب
Mar 14, 2019 11:09د امريکې د سېنټ استازيو د مارچ په څوارلسمه سحر يو پرکړليک چې د يمن په جنګ کښې له سعودي ائتلاف څخه د امريکې د حکومت د فوځي ملاتړونو د ختمولو غوښتنه کوي تصويب کړ.
-
امریکا او انګلستان په یمن کښې د جنګ دوام غواړي
Mar 11, 2019 04:12د یمن د انصار الله د سیاسي شورا غړي وویل: په یمن کښې د جنګ دوام او له امله یې د وسلو خرڅون د امریکې او انګلستان د اقتصادي ګټو لپاره یو ضمانت ګڼل کیږي.
-
د یمن په لویدیځ باندې د سعودي ائتلاف په هوايي حمله کښې ۲۱ تنه ووژل شول
Mar 11, 2019 04:09لږترلږه شل ښځې او یو ماشوم د یمن په لویدیځ باندې د سعودي ائتلاف د جنګي الوتکو په حمله کښې ووژل شول.
-
يمني ځواکونو د سعودي په عسير کښې په فوځي مورچو توغندي اورول
Mar 03, 2019 04:19د يمن فوځي او ولسي ځواکونو بېګا د سعودي په عسير صوبه کښې دسعودي تالي څټو په مورچو زلزال يو ډول درې ځاي بالېسټک توغندي اورول. چې د سرتاوانونو دقيق شمېر په اړه يې له څه رپوټ نه دے خپور شوے.
-
د سعودي په جيزان د يمن د فوځ توغنده اي حمله
Feb 26, 2019 09:35د يمن فوځي او ولسي ځواکونو د سعودي په جيزان کښې د دغه هېواد په فوځي مورچو زلزال يو ډول دوه توغندي وتوغول.
-
مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۷-۱۲-۰۴
Feb 24, 2019 13:57په ابراهيمي حرم کښې د فلسطينيانو د وژلې د کليزې په درشل کښې د مسجدالاقصی په شمول په اسلامي ځايونو د تسلط لپاره د اسرائيلو د دسيسو په زياتېدو د فلسطينيانو پراخه اعتراضات، په عراق کښې د داعش د احياء لپاره د امريکې خوزښتونه، په سوريې کښې د جنګ د دوام لپاره د امريکې د تحرکاتو په اړه د دمشق خبردارے او د يمن په جنګ کښې د اسرائيلو د رول په ډاګه کېدل په تېره هفته کښې د مينځني ختيځ د سيمې ځينې مهم خبرونه وو.