امریکا او انګلستان په یمن کښې د جنګ دوام غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80838-امریکا_او_انګلستان_په_یمن_کښې_د_جنګ_دوام_غواړي
د یمن د انصار الله د سیاسي شورا غړي وویل: په یمن کښې د جنګ دوام او له امله یې د وسلو خرڅون د امریکې او انګلستان د اقتصادي ګټو لپاره یو ضمانت ګڼل کیږي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 11, 2019 07:42 Asia/Kabul
  • امریکا او انګلستان په یمن کښې د جنګ دوام غواړي

د یمن د انصار الله د سیاسي شورا غړي وویل: په یمن کښې د جنګ دوام او له امله یې د وسلو خرڅون د امریکې او انګلستان د اقتصادي ګټو لپاره یو ضمانت ګڼل کیږي.

محمد البخیتي پرون ټینګار وکړ چې په سیمه کښې د امریکې سیاسي او سټراټیجکه ګټه د مقاومت له چورلیز سره مقابله او په یمن کښې د جنګ په دوام کښې ده څو د صهیونیسټي رژيم ساتنه وکړي.

البخیتي همداشان په یمن کښې د جنګ دوام د سعودیانو او اماراتیانو د طمعو د پلي کیدو یو ضمانت وباله او زیاته یې کړه: عربستان او امارات د جنګ په جاري ساتلو سره په یمن کښې د خپلو لالچي اهدافو په فکر کښې دي.

د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي شورا دغه غړي وویل چې د یمن ولس به په خپل یووالي او یوزړه توب سره د دښمنانو له دسیسو سره مقابله وکړي او ماتې به ورکړي.