مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۷-۱۲-۰۴
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80551-مېنځنے_ختيځ_په_تېره_اونۍ_کښې_۱۳۹۷_۱۲_۰۴
په ابراهيمي حرم کښې د فلسطينيانو د وژلې د کليزې په درشل کښې د مسجدالاقصی په شمول په اسلامي ځايونو د تسلط لپاره د اسرائيلو د دسيسو په زياتېدو د فلسطينيانو پراخه اعتراضات، په عراق کښې د داعش د احياء لپاره د امريکې خوزښتونه، په سوريې کښې د جنګ د دوام لپاره د امريکې د تحرکاتو په اړه د دمشق خبردارے او د يمن په جنګ کښې د اسرائيلو د رول په ډاګه کېدل په تېره هفته کښې د مينځني ختيځ د سيمې ځينې مهم خبرونه وو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 24, 2019 17:27 Asia/Kabul
  • مېنځنے ختيځ په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۷-۱۲-۰۴

په ابراهيمي حرم کښې د فلسطينيانو د وژلې د کليزې په درشل کښې د مسجدالاقصی په شمول په اسلامي ځايونو د تسلط لپاره د اسرائيلو د دسيسو په زياتېدو د فلسطينيانو پراخه اعتراضات، په عراق کښې د داعش د احياء لپاره د امريکې خوزښتونه، په سوريې کښې د جنګ د دوام لپاره د امريکې د تحرکاتو په اړه د دمشق خبردارے او د يمن په جنګ کښې د اسرائيلو د رول په ډاګه کېدل په تېره هفته کښې د مينځني ختيځ د سيمې ځينې مهم خبرونه وو.

وړومبې هم د فلسطين بدلونونو ته يوه کتنه:

د مسجدالاقصی په شمول په اسلامي ځايونو باندې د تسلط لپاره د اسرائيلو د دسيسو په زياتېدو فلسطينيانو سخت احتجاجونه وکړل

د صهيونېسټ رژيم د سختو امنيتي تدابيرو ترمېنځ په لسګونو زره فلسطينيانو په اقصی مبارک جومات کښې د جُمعې نمونځ ادا کړ. په بيت المقدس کښې مېشته په زرګونو فلسطينيانو « زمونږ سر او مال له مسجدالاقصی قربان شه» په نعرو سره د مصلې او د باب الرحمه ودانۍ د دروازو په خلاصولو کښې کامياب شول، دغه اقدام په داسې حال کښې ترسره شو چې صهيونېسټ رژيم د مسجدالاقصی د زماني او مکاني وېش د دسيسې په لړ کښې دغه وداني له 2003 کال راهسې تړلې ده.

په باب الرحمه د صهيونېسټ فوځ د وروستيو تېريو او د دغه جومات د وېشلو د سپېرو طرحو د ردعمل ښودلو په خاطر مجسدالاقصی ته د لېږد لپاره د فلسطيني ادارو او تنظيمونو له پراخو بلنو وروسته په مسجدالاقصی کښې فلسطينيانو پراخه شتون ولرۀ. فلسطيني چارواکو تاکيد وکړ چې: «مونږ د مصلی مرواني او مصلی باب الرحمه په شمول د اقصی مبارک جومات په ټولو حدودو،انګړونو او ځايونوکښې د جُمعې د نمانځه ادا کول غواړوو او هيڅکله په باب الرحمه کښې د نمانځه ادا کولو لپاره دغه ځاے ته د فلسطيني نمونځ ګزارو له ننوتلو لپاره د صهيونېسټ دښمن ممانعت نه منوو.

دا په داسې حال کښې دي چې د اته څلوېښتمې جمعې په موقع د لسګونو زرو فلسطينيانو په شتون سره د غزې د تړانګې په پوله کښې د ستنېدو سترې مظاهرې وشوې. د دې هفتې د ستنېدو مظاهرې د حضرت ابراهيم (ع) د حرم د شهيدانو د له وينې سره د وفادارۍ په شعار سره وشوې.

اسلامي جهاد غورځنګ تاکيد وکړ چې پکار دے هره جُمعه د ستنېدو دمظاهرو لمن مسجدالاقصی  ته وغزيږي. د اسلامي جهاد غورځنګ يو مشر ډاکټر محمد الهندي له فلسطينيانو وغوښتل چې هره جُمعه دې ځانونه اقصی مبارک جومات په خاصه توګه باب الرحمه ته رسوي.

محمد الهندي د فلسطيني کډوالو د ستنېدو د مظاهرود لمن د ارتېدو او هره جُمعه وړومبۍ قبلې ته  د غزې د تړانګې د محاصرې د لغو کېدو غوښتنه وکړه.  د اقصي مبارک جومات حالات د دغه جومات د ځينو دروازو په بندولو او د فلسطيني نمونځګزارو په ځپلو کښې د صهيونېسټو نيواکګرو له اقدامه وروسته له تېرو څو ورځو راهسې تريخجن دي.

اسلامي ځايونه تل د صهيونېسټ رژيم د تريخجنو او سلط لټونکو اقداماتو هدف ګرځېدلي دي.  د ابراهيمي حرم د قتل عام په دوران کښې چې د ۱۹۹۴ ميلادي کال د فرورۍ په پينځويشتمه نېټه د جُمعې په ورځ سحر رامنځته شوباروخ ګلدشتاين نومې يوصهيونېسټي ډاګټر د صهيونېسټ ښارګي مېشته د يو شمېر اوسېدونکو او اسرائيلي فوځيانو په ملګرتيا سره په الخليل ښار کښې د حضرت ابراهيم (ع) په حرم کښې د نمانځه د ادا کولو په دوران کښې په فلسطيني نمونځګزارو باندې ګولې اورولې چې په نتيجه کښې يې نهويشت فلسطينيان شهيدان او له يو نيم سلو نه زيات هم ژوبل شول. دغه ډاکټر چې دوه څلوېښت کلن ؤ په ۱۹۸۰ ميلاديکال کښې له امريکېنه نيواکي زمکو ته راغے او په الخليل ښار کښې مېشته شوے ؤ. هغه د صهيونېسټانود ترهه ګرۍ په مدرسوکښې د کارپېژاندو په لاسو تربيت حاصل کړے ؤ. اسرائيلو فوځيانو د ګلدشتاين لخوا د دغه جنايت د ترسره کولو په وخت د ابراهيمي حرم ورونه د نمونځګزارو مخې ته وتړل چې د هغوي د تښېدو مخنيوے وکړي. هغوي همدارنګ د زخمي کسانو د ژغورلو لپاره له بهر نه حرم ته د کسانو د داخلېدو مخنيوے هم وکړ. صهيونېسټو فوځيانو له جومات نه په بهر کښې په موجودو کسانو هم حمله وکړه او د شهيدانو د جنازې د مراسمو په دوران کښې يې هم په خلقو ګولۍ اورولې چې له کبله يې يو شمېر نور کسان هم شهيدان شول، په دا ډول د شهيدانو شمېر له نهويشتو تنو څخه چې د ابراهيمي حرم په دننه کښې شهيدان شوي وو پنځوسو تنوته ورسېد.

 

اوس هم د عراق بدلونونو او داعش د احياء لپاره د امريکې خوزښتونو ته يوه کتنه کوو:

د عراق په پارلېمان کښې د لبناء ائتلاف استازي خبردارے ورکړ چې امريکه له جېلونو څخه د ترهه ګرو د تېښتې په  لټه کښې ده چې په دې طريقې سره داعش يوځل بيا راژوندے کړي. د عراق په پارلېمان کښې د البناء ائتلاف استازي محمد البلداووي د دغه هېواد په خلاف د امريکې د مشکوکو اقداماتو په اړه خبردارے ورکړ.البلداوي تاکيد وکړ چې مونږ دهغومنصوبو چې په تکريت او ابو غرېب کښې په التسفيرات جېلونوکښې رامنځته شوې له تکرارېدو څخه ويريږوو.»

هغه وويل چې په دغو جېلونو کښې په تېرو کلونو کښې د القاعدې او داعش ترهه ګرو ډلو بنديان فراري کړل چې په دې طريقې سره په عراق کښې امنيتي درز رامنځته کړي او داعش ترهه ګره ډله راستنه کړې شي. هغه په دې باوري دے چې دې ته په پام سره چې امريکې نه دي کړې شوي د عراق حکومت تر خپل نفوذ لاندې راولي او په دغه هېواد باندې په قوت سره خپل فوځي شتون وتپي په دا ډول اقداماتو لاس پورې کوي.  

دا په داسې حال کښې دي چې د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ څوورځې مخکې اروپائي هېوادونو ته خبردارے ورکړے ؤ چې اجازه يې ورنه کړه چې د داعشي ښاريز يې خپلو هېوادونو ته ستانه شي نو هغوي به ازاد کړي.

د امريکې او اروپا کارکردګۍ په يوه کتنه دا ښودنه کوي چې لويديځوالو په عملکښې په وروستيو کلونو کښې د ترهه ګرۍ له خپرېدوسره مرسته کړې ده او له دغې مخربو ښکارندې سره يې دوه رنګه چلند غوره کړےدے. په وروستيو کلونوکښې د تکفيري ترهه ګرۍ د پراختيا په تېره بيا د داعش ترهه ګرې ډلې د پېدائش او د هغې د جنايکارانه اقداماتو يوه ډېره مهمه وجه د ترهه ګرۍ په وړاندې د امريکې او اروپا دوه رنګه پاليسي وه او ده. د سياسي کارپېژاندي ايوان ايپوليټوف په وروستيو کلونو کښې د امريکې مقصد تل د خپل بهرني سياست په مخ  بيائلو لپاره  له ترهه ګرۍ او تندلاريتوب څخه  اوزاري استفاده وه او ده او د دغې مسئلې نتيجه  د مينځني ختيځ د هېوادونو کمزوري کول او د ترهه ګرۍ او تندلاريتوب د ودې زمينه برابرول وواو دي.

د مينځني ختيځ د مسائلو کارپېژاندي حسين حاجي په دې اړه خبردارے ورکړ چې امريکايان کېدې شي له داعش نه په وروسته دوره کښې د داعش په يو نوي شکل کښې جوړ کړي او څرګند يې کړي. له امريکايانو څخه ګڼ شمېر اسناد موجود دي چې دا ثابتوي چې د داعش په شمول ځينې ډېرې مهمې ترهه ګرې ډلې خپله امريکې جوړې کړې دي.

د امريکې مخکېنۍ خارجه وزيره مېرمن هېلري کلېنټن « سخت انتخابونه« نومې کتاب کښې په وضاحت سره اعتراف کوي چې: « مونږ خپله داعش جوړ کړ.»

 

اوس هم د سوريې بدلونونو او د  دغه هېواد د بحران د اوږدولو لپاره د امريکې هلو ځلو ته يوه کتنه کوو:

د سوريې د ولسمشر سياسي او رسانه اي صلاحکارې مېرمن بثينه شعبان وويل: امريکه او د هغې انډيوالان له ترهه ګرو څخه په ملاتړ او د سوريې د بحران د سياسي هواري په لاره کښې د خنډونو په رامنځته کولو سره په دغه هېواد کښې د  جنګ د اوږدولو لپاره هلې ځلې کوي. هغې وويل: د صهيونېسټ رژيم وجود او له هغه څخه د امريکې ملاتړ، ترهه ګري او د ځينو هېوادونو تيلي شتمنۍ د مينځني ختيځ د بحرانونو ځينې عوامل دي.

په سوريې کښې بحران له 2011 کال راهسې د صهيونېسټ رژيم په ګټه د سيمې د انډولونو د بدلولو لپاره د سعودي، امريکې او د هغې د انډيوالانو تر ملاتړ لاندې د ترهه ګرو ډلو په پراخه يرغل سره شروع شو. د امريکې د دسيسه ناکو سياستونو په دوام کښې واشنګټن وويل، په سوريې کښېد امريکې څلور سوه فوځيان به باقي پاتې شي.

سپينې ماڼۍ له دې مخکې ويلي وو له سوريې څخه د امريکې له وتلو وروسته به په سوريې کښې د صلح ساتونکو ځواکونو ترعنوان لاندې يوازې دوه سوه   امريکائي ځواکونه په دغه هېواد کښې باقي پاتې شي. د امريکې دوه سوه اضافي عسکر چې د سوريې په شمال ختيځ کښې د هغوي د پاتې کېدو خبر د تېر خالي په شپه په رسنيو کښې خپور شو، له اته سويزې نه تر يونيم زريزې غونډې برخه وي چې د امريکې ار وپائي انډيوالونو د سوريې د امن سيمې د څارنې لپاره د هغوي د لېږلو ژمنه کړې ده.

اردوغان د جنورۍ په وروستيو وختونو کښې وويل، د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړانديز وکړ چې د سوريې په شمال کښې يو دېرش کېلوميټري حائله سيمه رامنځته شي. واشنګټن او انقرې ويلي دي چې د سوريې په شمال کښې امنه سيمه د عامه خلقو د ژغورنې او د ترکيې له پولو څخه د ترهه ګرو ډلو د لرې کولو په مقصدرامنځته کيږي خو شناندي په دې باوري دي چې د دغې سيمې د رامنځته کولو اصلي مقصد ترهه ګرو ته نجات ورکول دي.

په مجموعي توګه د ټرمپ حکومت له دې زيات چې له سوريې څخه په پوره او اړخيزه توګه په وتلو لاس پورې کړي يوازې د امريکائي ځواکونو يوه برخه يې له سوريې نه عراق ته منتقله کړه.

د امريکې د خارجه وزارت سيمه ايزو وياند ناتان ټېک له سوريې څخه د وتلو لپاره د خپل هېواد فېصله په سوريې کښې د امريکې په ماموريت کښې د يو تاکتيکي بدلون وبلۀ نه سټراټيجک بدلون.

 

اوس د يمن بدلونونو په تېره بيا د يمن په جنګ کښې د صهيونېسټ  رژيم د کردار د نويو اړخونو په ډاګه کېدو ته يوه کتنه کوو.

هاآرتص صهيونېسټي ورځپاڼې په يو رپوټ کښې اعتراف وکړ چې اسرائيل د يمن په خلاف د جنګ غېر رسمي شريک دے. دغې صهيونېسټي ورځپاڼې په رپوټ کښې په يمن کښې د جنګ  لپاره د بهرنيو فوځيانو په روزنه کښې د دغه رژيم رول ته اشاره وکړه او اعتراف يې وکړ چې صهيونېسټ رژيم د يمن په جنګ کښې د سعودي په قوماندانۍ د عربي ائتلاف غېر رسمي غړے دے. دغې ورځپاڼې وليکل، صهيونېسټي اېنټرنټي شرکتونه ، د وسلو سوداګران، هغه کسان چې د ترهه ګرۍ په خلاف فوځي روزنې ورکوي او هغه کسان چې له نورو هېوادونو څخه په يمن کښې د جنګ لپاره په کار لګول شوي دي د صهيونېسټي شرکتونو لخوا مديريت کيږي او ټول په يمن کښې په جنګ کښې شريک دي.

دا تقريباً وړومبے ځل دے چې صهيونېسټي ورځپاڼه د انصارا... په خلاف په جنګ کښې د تل ابيب او سعودي ترمېنځ تعلق شتون ته اشاره کوي. الخليج الجديد هم د تېر کال په ستمبر کښې په يو رپوټ کښې د هغو کلمبيائي او نيپالي فوځيانو چې اماراتو په يمن کښې د جنګ لپاره اخېستي دي په روزنه کښې د صهيونېسټ رژيم لاس لرلو ته اشاره وکړه.

د يمن د خلقو د قتل عام عمليات چې تقريباً له تېرو څلورو کلونو څخه د سعودي تيريګر ائتلاف لخوا شروع شوي دي نېغ په نېغه د لويديځ او صهيونېسټ رژيم په ملګرتيا سره دوام لري. موجود دلائل ښودنه کوي چې د يمن په خلاف جنګ په سيمه کښې د پراخو بدلونونو د رامنځته کېدو په هدف سره شروع شوي دي، خو له دغه جنګ څخه د تقريباً څلور کلونو له تېرېدو وروسته د يمن د ملت مقاومت د دښمنانو دسيسې شنډې کړې او وې ښودله چې د يمن خلق به تسليم نه شي او د دښمنانو ټولې دسيسې او منصوبې به له ماتې سره مخامخې کړي.

څو ورځې مخکې هم رسانه اي سرچينو د يمن په جنګ کښې د صهيونېسټ رژيم د فوځ  څرګند ګډون او د تعز سيمې بمبارولو ته په اشارې سره د يمن د انقلابيانو د ځپلو لپاره د دغه رژيم فوځ ته د رياض د ضرورت په اړه د هغه د اعتراف خبر ورکړ.

د برطانوي لېبرټي فائيټر خبري وېبسائيټ د رپوټ له مخې د سعودي د دفاع وزارت اعتراف کړے دے، د اسرائيلي فوځ د هوائي ځواک يو سکوارډرن د يمن په تعز صوبه کښې د انصارا... ډلې په يو روزنيز مرکز باندې په حملې سره خپل وړومبني عمليات ترسره کړي دي. د دغه رپوټ له مخې سعودي هيله څرګنده کړې ده چې له دغه هېواد سره د اسرائيلي فوځ ملګرتيا به دوام ومومي او د عربو هېوادونو او اسرائيلو د تعلقاتونوے باب به خلاص شي.

خبري سرچينواو فوځي ټولنو په ځلونو ويلي دي چې په باب المندب سيمه باندې د سعودي ائتلاف په هوائي، زمکنيو او سمندري حمولو کښې د صهيونېسټ رژيم شرکت څارلے دے چې دا موضوع په نړيوالو سټراټيجکو سيمو باندې په تسلط کښې د اسرائيلوو د اوږد مهالو طمو او پراختيا غوښتنو ښودنه کوي .

دا په داسې حال کښې دي چې د سيمې عرب واکمنان منجمله اماراتي چارواکي هم  د اسرائيلوله غليمانه اقداماتو سره غږملي دي او په باب المندب باندې د صهيونېسټ رژيم له تسلط سره مرسته کوي.

دا موضوع د دې سبب شوې ده چې په يمن باندې تسلط تل د نړۍ ستر قوتونه، د سيمې قوتونه او د صهيونېسټ رژيم په شان سلط لټونکي رژيمونه په نظر کښې ولري.