د سعودي په جيزان د يمن د فوځ توغنده اي حمله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80591-د_سعودي_په_جيزان_د_يمن_د_فوځ_توغنده_اي_حمله
د يمن فوځي او ولسي ځواکونو د سعودي په جيزان کښې د دغه هېواد په فوځي مورچو زلزال يو ډول دوه توغندي وتوغول.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 26, 2019 13:05 Asia/Kabul
  • د سعودي په جيزان د يمن د فوځ توغنده اي حمله

د يمن فوځي او ولسي ځواکونو د سعودي په جيزان کښې د دغه هېواد په فوځي مورچو زلزال يو ډول دوه توغندي وتوغول.

د مهر خبري اژانس د رپوټ له مخې د يمن فوځي او ولسي ځواکونو پرون ماښام د سعودي د جيزان صوبې د جبل الدود په ختيځ کښې د سعودي تالي څټوپه مورچو باندې په حملې سره هغوي ته د سر او مال سخت تاوانونه اورسول. چې تفصيلات يې لا نه دي خپارۀ شوي.

د يمن د فوځي او اولسي ځواکونو قوت د سعودي رژيم لخوا د يمن د هر اړخيزې محاصرې باوجود ورځ په ورځ د زياتېدو په  حال کښې دے.

سعودي د امريکې، اماراتو او څو نورو هېوادونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهسې په يمن حملې شروع کړي دي اوهم يې دغه هېواد د زمکې، سمندر او هوا له لارې محاصره کړے دے.

سعودي او انډيوالانو يې تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه نه دي کړې شوي په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو کښې کامياب شي.