-
په لویدیځي آسیا کې د جوبایډن لپاره د جمهوری غواړو لومه
Jan 29, 2024 10:33د سورئې له پولې سره نزدې د اردن په شمال ختیځي سیمې کې د امریکا ئي عسکرو پر مرکز باندې په ډرون حملې پسې چې درې امریکائي پوځيان هلاک شوي او ۳۴ نور پوځيان ئې ټپیان شوي دي.، دا موضوع په ایران د حملې لپاره د امریکا داوسني بې خوده ولسمشر جوزف بایډن د لمسولو لپاره د جمهوری غواړو د هڅې اوپر هغه د نیوکو لپاره په یوه لاسوند بدله شوې ده .
-
الحوثي: امریکا دې د یمن د ولس له ګواښلو ډډه وکړي
Jan 28, 2024 08:45د یمن د عالي سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي تیره شپه وویل: که امریکا غواړي چې له دې ډیره تاواني نه شي نو د یمن د ولس له ګواښلو دې ډډه وکړي.
-
ایران درې سپوږمکۍ په خپل سیمرغ راکټ، فضا ته واستولۍ
Jan 28, 2024 08:29د سباوون د لسیزې او د اسلامي انقلاب د بریا د پنځه څلویښتمې کلیزې په درشل کښې ایران د "مهدا"، "کیهان ۲" و "هاتف ۱" په نومونو درې سپوږمکۍ د ځمکې ۴۵۰کیلومیټري مدار کښې راغلې.
-
د سوریې په سویل ختیځ کښې د امریکې په پوځي اډې ډرون حمله شوې
Jan 28, 2024 07:26د سوریې په سویل ختیځ کښې د امریکايي نیواکګرو په پوځي اډې باندې د مقاومت د ځواکونو له خوا د بې پایلټه الوتکې برید شوی دی.
-
دښمنان په ترهګرو اقداماتو سره، له ایران سره د پاکستان د اړیکو خرابول غواړي
Jan 28, 2024 07:14د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د په ایران کښې د ۹ تنه پاکستاني ښاریزو وژلې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې دښمنان په ترهګرو اقداماتو سره غواړي چې له تهران سره د اسلام آباد اړیکې ګډې وډې کړي.
-
عطوان :د مقاومت توغندیواوډرون الوتکو امریکا شاته کړه
Jan 27, 2024 09:33عبدالباری عطوان په رای الیووم ورځپاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلی چې په دې وروستیو کې امریکا په عراق کې له خپلو ټولو پوځی اډو د سمدستی وتلو لپاره د عراق د اسلامی مقاومت د ځواکونو غوښتنې ته غاړه کېښوده. ، او دا په اصل کې د مقاومت په بریدونو پورې اړه لري چې د امریکا د اربیل، الشدادي او عین الاسد همدارنګه کونیکو، التنف اډې او همدارنګه د تیلو په میدان کی د العمر سیمه په نښه کړی ده
-
بغداد له واشنګټن سره په عراق کې د امریکايي پوځي حضور د پایته رسولو لپاره د مهالوېش د جوړولو په اړه موافقه وکړه
Jan 26, 2024 03:00د عراق حکومت په عراق کې د امریکايي پوځیانو د حضور د تدریجي پایته رسېدو او د هغوی د پوځي ماموریت د ختمېدو لپاره د مهالوېش د جوړولو لپاره له امریکا سره موافقه اعلان کړه.
-
د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی
Jan 26, 2024 02:07د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال عاصم منير د اسلام آباد د بهرني سياست په اړه په خبرو کې له هند سره سوله رد کړې او د افغانستان په اړه يې ويلي، چې «د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی».
-
پاکستان ته د ایران په صادراتو کې ۴۷ سلنه زیاتوالی راغلی
Jan 26, 2024 02:00د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د سوداګرۍ پراختیا ادارې د هند ټاپو مرستیال حمیدرضا کربلایي اسماعیلي د ایران او پاکستان ترمنځ د تجارت اندازې ته په اشارې سره وویل: د روان ۱۴۰۲ کال په ۹ میاشتو کې د تېر کال په پرتله، پاکستان ته د ایران صادرات ۴۷ سلنه زیات شوي او له بلې خوا له پاکستان څخه واردات ۴۵ سلنه کم شوي دي.
-
د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته
Jan 25, 2024 02:09د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ۱۰ هېوادونو سفیرانو سره په کتنه کې ویلي چې د یوناما په شتون کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته.