-
د چین او سوریې ترمینځ د ملګرتیا ۳ سندونه لاسلیک شول
Sep 23, 2023 04:28پرون د چین او سوریې ترمینځ د ملګرتیا د دریو سندونو د لاسلیکیدو درستورې په هانګژو ښار کښې د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو شي، جین پینګ او بشارالاسد په شتون سره ترسره شوې.
-
له اسلاموفوبیا سره په مقابلې د پاکستان د وزیراعظم ټینګار
Sep 23, 2023 04:27د پاکستان وزیراعظم د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې په خپلې وینا کښې وویل: اسلام آباد له اسلامه له ویرونې او د مقدساتو خلاف له سپکو اقداماتو سره په ډله ایزې مقابلې ټینګار لري.
-
حماس د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د نتانیاهو څرګندونو ته غبرګون وښوده
Sep 23, 2023 04:24د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځڼګ ویاند(حماس) د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم د څرګندونو په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې له نیواکګر رژیم سره جوړجاړی سبب شو چې هغه په خپلې وینا کښې د فلسطینیانو خلاف بدمعاش ډوله لحجه غوره کړې وه.
-
د فرنګي غیږنیونې د اتلولۍ په سیالیو کښې ایران د سرو زرو میډل وګټه
Sep 23, 2023 01:34د ایران ۱۳۰ کیلوګرامه پهلوان امین میرزازاده د نړیوالو سیالیو په فاینل مقابله کښې د ترکیې مشهور پهلوان ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو میډل ترلاسه کړ.
-
ایران اوقطر په سیمه ایزو او نړیوالوموضوعګانوکې سره یو شان نظرلري
Sep 22, 2023 02:01امیر عبداللهیان په مختلفو زمینو کې د تهران او دوحې مخ په وده اړیکو په بهیر باندې خوښي وښودله او د ملګرتیاؤ ددغې برخې د پیاوړتیا په ضرورت په ټينګار سره په سیمه ایزو او نړیوالو زمینو کې د ملګرتیاؤ د پياوړتیا لپاره د ایران پر چمتووالي ټینګار وکړ.
-
په سیمې کې د ایران معنوي شتون دامریکا اوځینونوروچغې پورته کړي
Sep 20, 2023 10:32د اسلامی انقلاب سترلارښود ددې خبرې په کولو سره چې ددښمن موضوع تر اوسه پورې هم اسلامی جمهوریت دی ټينګار وکړ،د مقدسې دفاع په پړاؤ کې هم ددښمن مهمه او اساسی موخه دمځکې بشپړتیا نه وه،بلکې دښمن غوښتل دغه بې مخینې انقلاب چې د ایران ولس راپنځولی دی ،وځپي.
-
له طالبانو پرته د افغانستان په باب دملګروملتو غونډه وخت ضائع کول دي
Sep 20, 2023 10:08د افغانستان طالبانو د افغانستان په باب د ملګروملتو غونډه ددغه هیواد د نماینده د نه شتون په دلیل بې نتیجې وبلله .
-
د بندیانو تبادله او ایران پرضد د واشنګټن د دریځونو دوام
Sep 19, 2023 12:04د امریکا ولسمشر بایډن په ایران کی د امریکایی بندیانو د خوشی کیدا د تاییدولو په ترڅ کې د ایران د پخوانی ولسمشر احمدي نژاد او اطلاعاتو وزار ت د بایکاټ خبر ورکړ
-
خپلو مالي سرچینو ته د ایران د رسیدو مخنیوی، یو غیرقانوني اقدام دی
Sep 19, 2023 04:21د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کښې په نورو هیوادونو کښې خپلو مالي سرچینو ته د ایران د آزادې او روا لاسرسۍ څخه په مخنیوي کښې د امریکې د حکومتونو سیاست یو غیرقانوني، غیرانساني او خلاف ورزي کونکی اقدام وباله.
-
پاکستان د یوکرین په جنګ کښې د اسلام آباد په بې پلوه دریځ ټینګار وکړ
Sep 19, 2023 03:56د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې د یوکرین په جنګ کښې د بې پلویتوب په هکله د اسلام آباد په نه بدلیدونکي دریځ باندې ټینګار وکړ