له اسلاموفوبیا سره په مقابلې د پاکستان د وزیراعظم ټینګار
د پاکستان وزیراعظم د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې په خپلې وینا کښې وویل: اسلام آباد له اسلامه له ویرونې او د مقدساتو خلاف له سپکو اقداماتو سره په ډله ایزې مقابلې ټینګار لري.
د ایرنا د خبر له مخې، انوار الحق کاکړ په نیویارک کښې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په اته اویایمې غونډې کښې په وینا کښې، په اروپا کښې د اسلامي مقدساتو خلاف د سپکو اقداماتو په تیره بیا د قرآن کریم د بې حرمتۍ د وروستیو پيښو په رټلو سره وویل: مونږ له اسلامه د ویرونې له ښکارندې سره په ډله ایزې مقابلې ټینګار لرو او د تندلارو او سپکاوي کونکو اقداماتو په مخنیوي کښې د عملي ګامونو د پورته کولو لپاره د ملګرو ملتو او د اسلامي ملګرتیا سازمان د اقداماتو هرکلی کوو.
کاکړ په دوام کښې د فلسطین د لانجې د هواري په اهمیت باندې په ټینګار سره وویل: پاکستان په سوریې او یمن کښې د نښتو د ختمولو پّ لړ کښې د ترلاسه شویو پرمختګونو او په تیره بیا د ایران او عربستان د اړیکو د ښه کیدو تود هرکلی کوو.
هغه همداشان د کشمیر د لانجې هواری، د پاکستان او هندوستان ترمینځ د صلحې کلي وبلله او ویې ویل: نوی ډیلی د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو مطابق د کشمیر د کشالې له هواري څخه تښتي خو بیا هم پاکستان په دې برخه کښې په ملګرتیا ژمن دی.
د پاکستان وزیراعظم د افغانستان د حالت په هکله هم وویل: د پاکستان اولنې وړومبیتوب، په افغانستان کښې دننه د ترهګرۍ مخنیوې او ورسره مقابله ده. پاکستان له افغانستان څخه د پاکستان تحریکِ طالبان، داعش او نورو ترهګرو ډلو له خوا د ځان خلاف د پولې له پورې غاړې نه ترهګرې حملې غندي. مونږ د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره د کابل د حکومت د ملګرتیا او ملاتړ غوښتونکي یوو.