ایران اوقطر په سیمه ایزو او نړیوالوموضوعګانوکې سره یو شان نظرلري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i138856-ایران_اوقطر_په_سیمه_ایزو_او_نړیوالوموضوعګانوکې_سره_یو_شان_نظرلري
امیر عبداللهیان په مختلفو زمینو کې د تهران او دوحې مخ په وده اړیکو په بهیر باندې خوښي وښودله او د ملګرتیاؤ ددغې برخې د پیاوړتیا په ضرورت په ټينګار سره په سیمه ایزو او نړیوالو زمینو کې د ملګرتیاؤ د پياوړتیا لپاره د ایران پر  چمتووالي ټینګار وکړ.
(last modified 2023-09-22T05:08:54+00:00 )
Sep 22, 2023 02:01 Asia/Kabul
  • ایران اوقطر په سیمه ایزو او نړیوالوموضوعګانوکې سره یو شان نظرلري

امیر عبداللهیان په مختلفو زمینو کې د تهران او دوحې مخ په وده اړیکو په بهیر باندې خوښي وښودله او د ملګرتیاؤ ددغې برخې د پیاوړتیا په ضرورت په ټينګار سره په سیمه ایزو او نړیوالو زمینو کې د ملګرتیاؤ د پياوړتیا لپاره د ایران پر  چمتووالي ټینګار وکړ.

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  په نیویارک کې د قطر له لومړي وزیر  او خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن  آل ثاني سره په کتنې کې د ایران او امریکا ترمینځ د بندیانو په مبادلې کې  د وروستیو بدلونونو پشمول  په دوو اړخیزو موضوعګانو کې د دغه هیواد درغنده رول قدرونه اوستاینه وکړه.

ایرناخبری آژانس راپورورکړ،په دغې کتنې کې د دوو اړخیزو اړیکو،سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو  په باب هم خبرې اترې او مشورې وشوې .امیر عبداللهیان په مختلفو زمینو کې د تهران او دوحې مخ په وده  اړیکو په بهیر باندې خوښي وښودله او د ملګرتیاؤ ددغې برخې د پیاوړتیا په ضرورت په ټينګار سره په سیمه ایزو او نړیوالو  زمینو کې دملګرتیاؤ د پياوړتیا لپاره د ایران پر  چمتووالي ټینګار وکړ.

د قطر وزیراعظم او خارجه وزیر  هم په دغې کتنې کې  په مختلفو  زمینو کې د  دواړخیزو اړیکو او دسیمه ایزو او نړیوالو  موضوعګانو په باب د ملګرتیاؤ د پیاوړتیا لپاره  دخپل هیواد  چمتووالی اعلان کړ.

 د ایران خارجه وزیر دغه راز په نیویارک کې د  عربستان له خارجه وزیر  فیصل فرحان سره هم لیده کاته او دوو اړخیزو اړیکو او دغه راز وروستیو بدلونونو او حالاتو په باب خبرې او  بحث وکړ او دغه راز دواړو  خارجه وزیرانو د یوه بل د هیواد دلوړپوړو چارواکو تاؤده سلامونه  ورسول  او دعربستان خارجه وزیر د ایران خارجه وزیر ته عربستان ته د سفر بلنه هم ورکړه او دوو اړخیزو اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا ئې یو ځل بیا ټینګار وکړ.  

Image Caption
Image Caption