-
ایران او ارمنستان د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
Mar 10, 2024 01:39د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او د ارمنستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له یوه بل سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
-
په پاکستان کې د افغان کډوالو اتیا سلنه ماشومان ښوونځيو ته نه ځي
Mar 10, 2024 02:42په پاکستان کې د تعلیم په برخه کې یوه فعاله غیر دولتي اداره ’الف اعلان‘ وايي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په کمپونو او له کمپونو بهر څه نا څه ۵۷۰ زره ماشومان چې عمرونه یې له ۵ تر ۱۶ کلونو دي، ښوونځیو ته نه ځي.
-
د ایران د خوراکي او کرنیزو محصولاتو په صادراتو کې ۲۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی
Mar 10, 2024 01:58د ایران د څارویو، کب نیولو، کرنیزو او خوراکي محصولاتو صادرات په تېرو یوولسو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله، ۲۳ سلنه زیات شوي دي.
-
له پاکستان څخه ۳۳۳ نور افغان پناهغوښتونکي کاناډا ته ولېږدول شول
Mar 10, 2024 01:26د کاناډا د کډوالو ادارې له پاکستان څخه دغه هېواد ته د ۳۳۳ نور افغان کډوالو د لېږدولو خبر ورکړی دی.
-
پاکستان کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه له امله ۳۱ تنه ټپیان او ۱۴ لادرکه دي
Mar 10, 2024 01:08د پاکستان کراچۍ ښار ته څېرمه په عرب سمندرګي کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله ۳۱ کب نیوونکي ټپيان او ۱۴ لادرکه دي.
-
آصف علي زرداري د پاکستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو
Mar 10, 2024 00:55آصف علي زرداري د پاکستان د پیپلز او مسلم لیګ نواز ګوند مشترک کاندید د پاکستان د څوارلسم ولسمشر په توګه انتخاب شو.
-
د کاسازر پروژې عملي چارې په پسرلي کې پيلېږي
Mar 10, 2024 00:50په افغانستان کې د کاسا زر پروژې عملي چارې، چې د منځنۍ آسیا برښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالوي، په پسرلي کې پيلېږي.
-
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند د وزارت سرپرست په کابل کښې له ایراني پلاوي سره کتلي
Mar 09, 2024 11:24طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند سرپرست وزیر ملا حمیدالله اخندزاده له ایراني پلاوي سره په کتنه کې د سړکونو د ټرانسپورټ د لګښتونو د کمولو په اړه خبرې وکړې.
-
طالبانو د فلسطین په لوېدیځه غاړه کې د ۳۵۰۰ نویو مېشت ځایونه د جوړولو پرېکړه په کلکو ټکوغندلې ده
Mar 09, 2024 11:10د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د صهیونستي اشغالګرو له لوري د فلسطین په لوېدیځه غاړه کې د ۳۵۰۰ نویو مېشت ځایونه د جوړولو پرېکړه په کلکو ټکوغندلې ده.
-
په ایران کې له 300 زرو څخه د زیاتو نړیوالو محصلینو جذب پیلېږي
Mar 09, 2024 10:00پارس ټوډې – د ایران د محصلینو چارو د ادارې مشر هاشم دادش پور، څه دپاسه ۲۰۰ ایراني پوهنتونونو ته د لږ تر لږه ۳۰۰ زره نړیوالو محصلینو د جذبولو لپاره، د جوازونو د ورکولو خبر ورکړ.